کابل : د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال، جمشید خواجه‌ یوف، ویلي دي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان څخه ۱۰۰ زره مټریک ټنه پنبه وارده کړي او د کرنیزو همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست له خوا ،د جولایۍ په ۲۷مه، د خپرو شوو معلوماتو له مخې، نوموړي د دغه ریاست له عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال سره په لیدنه کې ویلي دي، چې ازبکستان به د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.

 

خواجه‌ یوف همدارنګه ویلي دي، چې یو ازبک پلاوی به په کابل کې پاتې شي ترڅو د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په اړه له افغان چارواکو او سوداګرو سره خبرې وکړي.

 

د کرنې له وزیر مولوي عطاءالله عمري سره په جلا لیدنه کې هم دواړو لورو د پنبې، کچالو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید، پروسس او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ګډو کمېټو پر جوړولو هوکړه کړې ده.