کابل : د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د ازبکستان سره یې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د وزارت په وینا، دغه تړونونه ،د جولایۍ په ۲۷مه، د کابل په کوربتوب د افغان ـ ازبک سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ لاسلیک شوي، چې پکې افغان چارواکو، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف او د دواړو لورو سوداګرو ګډون کړی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي دي، چې ازبکستان ته تر دې وړاندې په ازمایښتي ډول ۱۰ زره مټریک ټنه پنبه صادره شوې او اوس یاد هېواد د ۱۰۰ زره مټریک ټنه نورو پنبو د واردولو لېوالتیا ښودلې ده.
چارواکي هیله څرګندوي چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا له لارې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري پنځه میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسېږي.


شال نیوز