سوات : د سوات يو شمېر زده کوونکو د خپلو حقونو د خونديتوب، د نشي توکو د مخنيوي او په ملاکنډ ډويژن کې د وفاقي ټېکسونو د نافذولو پر ضد د “متحده طلبه سوات” په نوم د يو ګډ تحريک د جوړېدو اعلان کړی او وفاقي حکومت ته يې د اګست تر پنځمې نېټې د خپلې پرېکړې د بېرته اخيستو لپاره مهلت ورکړی دی.
دغه اعلان ،د جولایۍ په ۲۷مه، په سوات پرېس کلب کې د خبري غونډې پر مهال د اتحاد مشرانو ډاکټر فضل سبحان، سليمان خان، محمد اسامه، معاذ ننګيال او نورو وکړ. دوي وويل، چې نوی اتحاد به د زده کوونکو ستونزې په منظم ډول راپورته کوي او د حل لپاره به يې له قانوني او ولسي لارو هڅې کوي.
د اتحاد مشرانو وويل، چې د دوي لومړني هدفونه په تعليمي ادارو او ټولنه کې د نشي توکو د خپرېدو مخنيوی او په ملاکنډ ډويژن کې د وفاقي ټېکسونو د نافذولو مخالفت دی. د دوي په وينا، که څه هم د خیبر پښتونخوا حکومت د ټېکسونو د معافيت اعلان کړی، خو تر اوسه يې رسمي خبرتيا نه ده خپره کړې، له همدې امله يې له وفاقي حکومته وغوښتل چې د ټېکسونو د نافذولو پرېکړه په بشپړه توګه بېرته واخلي.
د اتحاد مشرانو زياته کړه، چې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو لپاره به له سوداګرو، مدني ټولنو، ولسي تنظيمونو او د ټولنې له نورو برخو سره هم همغږي کوي، څو د ګډې تګلارې له لارې خپلې غوښتنې عملي کړي.
د نشي توکو د ستونزې په اړه د اتحاد استازو دعوه وکړه چې په ملاکنډ ډويژن کې شاوخوا پنځه لکه ماشومان له ښوونځيو بهر دي او د ۱۲ زرو څخه تر ۲۲ زرو پورې زده کوونکي په نشي توکو اخته دي. دوي دغه وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې د عامه پوهاوي ترڅنګ به د اړوندو ادارو او ضلعي انتظاميې په همکارۍ د نشي توکو د مخنيوي لپاره عملي کمپاينونه هم پېل کړي.
د “متحده طلبه سوات” مشرانو وفاقي حکومت ته د اګست تر پنځمې نېټې مهلت ورکړی او خبرداری يې ورکړی دی چې که تر ټاکلې نېټې پورې د وفاقي ټېکسونو د نافذولو پرېکړه بېرته وانه خيستل شي، نو د راتلونکو احتجاجي او ولسي اقداماتو اعلان به وکړي.


عصمت علي اخون