کابل : افغانستان پوسټ د هېواد د لومړي مخابراتو او ټېکنالوژۍ نندارتون په ترڅ کې د انلاين سوداګرۍ (اي کامرس) پلاتفارم او د ډاک د پتو او ډاک کوډ نوی نظام رسماً پېل کړی دی. چارواکي وايي، د دغو نوو خدمتونو موخه د هېواد د ډيجيټلي اقتصاد پياوړتيا، د سوداګرو لپاره د اسانتياوو برابرول او د ډاک د خدمتونو عصري کول دي.

 

د دولتي شرکتونو د رسنيو دفتر له خوا ،د جولایۍ په ۲۷مه، په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د انلاين سوداګرۍ نوی پلاتفارم به سوداګرو، کوچنيو کاروباريانو او هغو کسانو ته چې د انټرنېټ له لارې کاروبار کوي، دا اسانتيا برابره کړي چې خپل توکي او خدمتونه په خوندي او منظم ډول وپلوري او د هېواد بېلابېلو سيمو ته يې ورسوي.

 

چارواکي وايي، چې ورسره د ډاک د پتو او ډاک کوډ نوی نظام هم عملي شوی دی، چې له مخې به يې د کورونو، دفترونو او سوداګريزو ځايونو پتې معياري کېږي. د دوي په وينا، دا به د خطونو او پارسلونو د لېږد رالېږد نظام چټک او منظم کړي، د پتو تېروتنې به کمې کړي او د هېواد دننه او بهر به د ډاک رسونه لا اسانه او باوري شي.

 

تر اوسه په افغانستان کې د معیاري ډاکي پتو او ډاک کوډ نشتوالی د دې سبب کېده چې ليکونه او پارسلونه په ځينو سيمو کې له ځنډ سره مخ شي او يا هم ناسم ادرس ته ورسېږي.

 

د لوژستيک او ډيجيټلي سوداګرۍ کارپوهان وايي، چې د ډاک کوډ نظام د نړيوالو معيارونو يوه مهمه برخه ده او د دې له لارې نه يوازې د خطونو او پارسلونو لېږد چټکېږي، بلکې د انلاين سوداګرۍ، د کور تر دروازې د توکو رسولو، بانکدارۍ او بېړنيو خدمتونو په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته کېږي.

 

افغانستان پوسټ دغه نوې اسانتياوې د کابل په لومړي مخابراتي او ټېکنالوژۍ نندارتون کې په خپل ځانګړي سټال کې نندارې ته وړاندې کړې دي. دغه پنځه ورځنی نندارتون د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت په نوښت جوړ شوی، چې موخه يې د نوې ټېکنالوژۍ، برېښنايي خدمتونو او ډيجيټلي نوښتونو معرفي کول او د دولتي ادارو او شخصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پراخول دي.

 

د نندارتون د پرانيستې پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت او افغانستان پوسټ ترمنځ د انلاين سوداګرۍ د پراختيا لپاره د همکارۍ يو هوکړه ‌ليک هم لاسليک شو. د چارواکو په وينا، د دې هوکړه‌ ليک له مخې به دواړه ادارې د انلاين سوداګرۍ د پراختيا، د ډاک د خدمتونو د عصري کولو او د ډيجيټلي زېربناوو د پياوړتيا لپاره ګډ کار کوي.

 

اقتصادي شنونکي وايي، چې که د انټرنېټ لاسرسی، برېښنايي تاديې او د پارسلونو د لېږد شبکه هم ورسره نوره پياوړې شي، نو دا نوښت به د افغانستان د انلاين سوداګرۍ بازار ته وده ورکړي، د کوچنيو کاروبارونو لپاره به نوي فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د ډيجيټلي اقتصاد په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.

 

دوي زياتوي، چې د دغو خدمتونو بريا به هغه وخت په بشپړه توګه څرګنده شي، چې د هېواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې عملي شي او خلک وکولی شي په اسانۍ او باور ترې ګټه واخلي.