کابل : د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې افغانستان د دوي په وینا د “فدایانو (ځانمرګو) او سرونو په قربانیو” ازاد شوی او د دغه نظام د ساتلو لپاره به “دوه برابره قرباني” ورکوي.

 

مجاهد دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۶مه، د “د رسنیو په هېنداره کې حکومت” تر سرلیک لاندې په یوه انلاین پروګرام کې کړې دي. هغه د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو، خبریالانو او سیاسي شنونکو وغوښتل چې د منفي تبلیغاتو پر ځای د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې منعکسې کړي. هغه وویل: “هېواد د فدایانو (ځانمرګو) او سرونو په قربانیو ازاد شوی او د ساتلو لپاره به یې دوه برابره قرباني ورکوو.”

 

د طالبانو ویاند دعوه وکړه چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ او د دوي مخالفان د منفي تبلیغاتو له لارې کوچنۍ پېښې لویې ښيي او هڅه کوي خلک اندېښمن کړي. د هغه په وینا، دا ډول پېښې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم رامنځته کېږي.

 

مجاهد زیاته کړه چې په سیمه کې جګړې، بېکاري او اقتصادي ستونزې د خلکو د نهیلۍ لامل شوې دي او له سیاسي شنونکو او رسنیو یې وغوښتل چې د کره معلوماتو او شمېرو پر بنسټ تحلیلونه وړاندې کړي، څو د خلکو اندېښنې کمې شي.

 

هغه همداراز وویل چې رسنۍ او سیاسي شنونکي باید د حکومت د لاسته راوړنو په اړه څېړنیز راپورونه او پروګرامونه جوړ کړي او د پرمختګ لپاره خپلې مشورې له حکومت سره شریکې کړي. نوموړي یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د طالبانو د نظام ملاتړ وکړي.

 

بلخوا، د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو په وار وار ویلي دي چې طالبان د حکومت منتقدان، خبریالان او د رسنیو فعالان نیسي، بندیانوي او پر رسنیو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

 

د بې پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶م کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ورکړی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې ۵۳ درجې شاته تللی دی.

 

یاد سازمان وايي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې، طالبانو د رسنیو او معلوماتو پر خپرولو پراخ محدودیتونه لګولي، د حکومت د څار مخه یې نیولې او د هېواد د معلوماتي فضا د کنټرول لپاره یې خپلې تګلارې لا سختې کړې دي.