خوست : د افغانستان د خوست ولایت په مرکز پورې اړوند د متون درخېلو په سیمه کې د شاوخوا درې لسیزو راهیسې روانه مرګونې دښمني د قامي جرګو، دیني عالمانو، مخورو او د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو ریاست د هڅو په پایله کې هواره او دواړه خواوې سره پخلا شوې.
د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست ،د جولایۍ په ۲۶مه، ویلي دي، چې دا دښمني د ځینو خپلمنځي اختلافونو له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو په موده کې یې د دواړو لورو څلور کسان وژل شوي وو او سربېره پر دې، دواړو کورنیو ته یې درانه مالي او ټولنیز زیانونه هم اړولي وو.
د چارواکو په وینا، د شخړې د هواري لپاره د اسلامي امارت د مسؤلینو، په ځانګړې توګه د یاد ریاست د استازو په منځګړیتوب، څو پرله پسې جرګې وشوې، موضوع وڅېړل شوه او په پای کې د یوې شرعي پرېکړې له مخې دواړه خواوې روغې جوړې ته ورسېدې.
د پخلاینې له مراسمو وروسته دواړو کورنیو د منځګړو او مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل چې پر اوږدمهاله دښمنۍ پښېمانه دي او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به خپل ژوند په سوله، ورورولۍ او یووالي کې تېروي.


شال نیوز