د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ضلعې ستر سکرتر حاجي جمال الدین اچکزي د سرحدي پولې د زر تر زره پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د چمن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې هغه وویل چې د چمن سرحدي پوله له څه مودې راهیسي د حکومت له خوا تړل شوې ده او باید زر د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.
نوموړي وویل، چې د پولي تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته مېشت قبایل له یو بل بېل شوي دي.
اچکزئی زیاته کړه چې د پولي د پرانیستلو سره به سوداګریز فعالیتونه هم بېرته پېل شي، ځکه چې اوس مهال د تجارت چارې ولاړې دي.
هغه د پولي خلاصولو لپاره د پرلت کوونکو پر ضد د ثبت شوو مقدمو د ختمولو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د هغوي نومونه دې له څلورم شیډول څخه وایستل شي.
د نوموړي په وینا، د پولې تړل کېدو له امله په چمن کې زرګونه کسان له بېروزګارۍ، اقتصادي ستونزو او ناامنیو سره مخ دي، او د ښار دننه د غلا پېښې هم زیاتې شوې دي.
جمال الدین اچکزي دا هم وویل چې د پاکستان له چین سره پر پوله اوسېدونکو خلکو ته د تګ راتګ لپاره ځانګړي کارډونه ورکړل شوي دي، نو د چمن خلکو ته هم باید د سپین بولدک تګ راتګ لپاره ورته اسانتیاوې برابرې شي.
هغه د افغانانو پر جایدادونو د بندیزونو غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې دا ډول اقدامات ودروي او افغان کډوالو ته دې په چمن کې د ارام ژوند کولو اجازه ورکړي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو نه پس، د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ترهګرۍ په موضوع اړیکي خرابې شوي دي. د دې له امله د کال ۲۰۲۳ راهیسي د پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو سره سره د پاکستان او افغانستان ترمنځه لارې هم تړلې پاتې دي چې يوه پکې د چمن لاره هم ده.
د چمن لار د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اولسي تګ راتګ او د سوداکرۍ مهمه لار ده، چې د بندېدو له امله یې د پولي دواړو غاړو ته نه یوازې دا چې ټولنیز ژوند باندې بد اغېز کړی، بلکې تاجرانو او د پولي د کاروبار سره تړلي مزدورانو ته یې هم سخت معاشي زیان رسولی دی.
راپور | عبد الرزاق برق

شال نیوز