د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ترمنځ د روان سیاسي کړکېچ په ترڅ کې، په تېرو څو ورځو کې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ پرله‌ پسې او خونړیو پېښو د امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.

 

یوازې په سویلي ضلعې ټانک کې لږ تر لږه دوه سترې امنیتي پېښې ثبت شوې دي. وسله والو د چاودېدونکو توکو په وسیله د امنیتي ځواکونو یو کمپاونډ په نښه کړ، او په یوه بله پېښه کې یې پر یوه لوبغالي ډزې وکړې. د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې شاوخوا دوه درجن کسان، چې ډېر یې امنیتي سرتېري وو، ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

 

په همدې موده کې، د باجوړ په تلي بند سیمه کې په یوې چاودنه کې دوه کسان ووژل شول. ځايي چارواکي وایي، چې په وژل شویو کې د یوې ملتپالې سیاسي ډلې یو فعال هم شامل و. همدارنګه، په سویلي وزیرستان کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شول.

 

له بنو، لکي مروت، پېښور، خیبر او د صوبې له نورو سیمو څخه هم د هدفي وژنو، چاودنو او وسله‌ والو بریدونو راپورونه ترلاسه شوي دي. دا وضعیت ښيي چې خیبر پښتونخوا یو ځل بیا د پرله‌ پسې امنیتي ګواښونو له سخت فشار سره مخ ده.

 

د امنیتي وضعیت د خرابېدو ترڅنګ، د صوبې او مرکزي کچې د سیاسي مشرتابه دریځ هم د بحث موضوع ګرځېدلی دی. منتقدین وایي، چې د امنیتي بحران د پراخېدو پر وړاندې سیاسي مشرتابه تر ډېره د څرګندې تګلارې او عملي اقداماتو پر ځای پر سیاسي اختلافاتو بوخت ښکاري، په داسې حال کې چې ولس له مسؤلو ادارو څخه د روښانه ستراتیژۍ او اغېزمنو ګامونو تمه لري.

 

مرکزي حکومت، په ځانګړي ډول وزیراعظم شهباز شریف او د کابینې غړو، د وروستیو بریدونو غندنه کړې او د ترهګرۍ پر ضد یې د مبارزې د دوام ژمنه کړې ده. خو منتقدین استدلال کوي چې یوازې غندنیز بیانونه د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي، او اړتیا ده چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر اوږدمهاله پالیسیو هم بیاکتنه وشي.

 

پاکستاني امنیتي چارواکي وایي، چې په وروستیو عملیاتو کې یې په ټانک کې ۱۲ او په بنو کې له ۴۰ څخه زیات وسله وال وژلي دي. د چارواکو په وینا، په بنو کې څو ورځې دوامداره عملیات ترسره شوي او د وسله والو پر ضد اقدامات روان دي. سره له دې، امنیتي ادارو پخپله هم منلې ده چې د تېر کال په پرتله د روان کال په ترڅ کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي.

 

د سنټر فار ریسرچ اېنډ سیکیورټي سټډیز د ۲۰۲۵م کال د امنیتي راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د تاوتریخوالي له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۲۴م کال کې د ۱،۶۲۰ کسانو څخه په ۲۰۲۵م کال کې ۲،۳۳۱ کسانو ته لوړ شوی دی.

 

دغه راپور زیاتوي چې یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۴۰۰ څخه زیاتې امنیتي پېښې ثبت شوې دي چې لږ تر لږه ۱۳۸ کسان پکې وژل شوي دي. د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله ‌والو ډلو د فعالیتونو له زیاتېدو وروسته امنیتي ځواکونو خپل عملیات پراخ کړي، خو د امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو پر ضد بریدونه لا هم دوام لري.

 

همدلته یوه مهمه پوښتنه راپورته کېږي: که له ۲۰۰۱م کال راهیسې د ګڼو پوځي عملیاتو، پراخو امنیتي تدابیرو او د ستر مالي او بشري لګښتونو باوجود ترهګري لا هم دوام لري، نو ایا د اوسنیو تګلارو د اغېزمنتیا په اړه بیاکتنې ته اړتیا شته؟

 

د پاکستان دفاعي او امنیتي چارواکي د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت تر ډېره پر افغانستان کې مېشتو د ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو اچوي. دوي همدارنګه دعوه کوي چې ځینې بهرني استخباراتي سازمانونه د ټي ټي پي او یو شمېر بلوڅو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

 

افغانستان کې واکمن طالبان بیا دا دعوې ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

 

له بلې خوا، یو شمېر سیاسي مشران او امنیتي شنونکي باور لري چې د اوسني وضعیت لامل یوازې بهرني عوامل نه دي، بلکې د تېرو دوو لسیزو کورنۍ او سیمه ‌ییزې پالیسۍ هم د دې بحران په رامنځته کېدو کې رول لري. د دوي په اند، د امنیتي تګلارو ترڅنګ باید پر سیاسي، اقتصادي او سیمه ‌ییزو لارو چارو هم جدي غور وشي.

 

پاکستان دا مهال له ګڼو کورنیو ستونزو سره هم مخ دی. د ترهګرۍ زیاتوالی، په بلوچستان کې روانه ناامني، په خیبر پښتونخوا کې پرله‌ پسې بریدونه، سیاسي بې‌ ثباتي، اقتصادي فشارونه او د مرکزي او صوبايي حکومتونو ترمنځ اختلافات د دولت پر ادارو اضافي فشار وارد کړی دی.

 

منتقدین وایي، چې پارلمان او سیاسي ادارې تر اوسه نه دي توانېدلي چې د امنیت او حکومتولۍ په برخه کې د ولس اندېښنو ته قناعت‌ بښونکی ځواب وړاندې کړي، په داسې حال کې چې امنیتي ادارې بیا د خپلو عملیاتو د دوام او د وسله والو پر ضد د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي.

 

د امریکا او ایران ترمنځ وروستي کړکېچ او د سیمې بدل شوي امنیتي شرایط د سویلي اسیا پر امنیتي چاپېریال هم اغېز لرلی دی. په داسې حالاتو کې یو شمېر شنونکي باور لري چې پاکستان باید د خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو هر اړخیزه ارزونه وکړي.

 

د دوی په اند، د امنیتي عملیاتو ترڅنګ د سیاسي خبرو اترو، ملي روغې جوړې، اقتصادي اصلاحاتو او د ولس د باور د بېرته ترلاسه کولو لپاره هم عملي ګامونه اړین دي، ځکه یوازې پوځي اقدامات د اوږدمهاله سولې تضمین نه شي کولی.

 

له ۲۰۰۱م کال راهیسې د وسله والو پر ضد ګڼ عملیات ترسره شوي، زرګونه کسان وژل شوي او ستر مالي لګښتونه شوي دي، خو د وروستیو کلونو پېښې ښيي چې امنیتي ننګونې لا هم پای ته نه دي رسېدلې.

 

له همدې امله، ډېر شنونکي ټینګار کوي چې که پاکستان غواړي له اوسني امنیتي او سیاسي بحران څخه ووځي، نو د امنیتي اقداماتو ترڅنګ باید د سیاسي تفاهم، ملي روغې جوړې، مؤثرې حکومتولۍ او سیمه ‌ییزې ډیپلوماسۍ لپاره هم عملي او دوامدارې هڅې وکړي. که داسې ونه شي، نو د تاوتریخوالي دوام به د هېواد پر امنیت، اقتصاد او ټولنیز ثبات لا ژورې اغېزې پرېږدي.