کوټه : د جماعت اسلامي بلوچستان امير او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي ،مولانا هدايت الرحمن بلوچ، په مشرۍ، په کوټه کې د «بلوچستان ته امن ورکړئ» تر سرليک لاندې احتجاجي مظاهره وشوه. دغه احتجاج ،د جولایۍ په ۲۶مه، جماعت اسلامي له لوري د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره د پېل شوي کمپاين برخه وه.

 

مولانا هدايت الرحمن ګډونوالو ته په خپله کې وويل، چې بلوچستان له کلونو راهيسې د ناامنۍ، هدفي وژنو، جبري بې درکه کېدو، چاودنو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، او د ده په وينا، د دې وضعيت تر ټولو ستر زيان عام ولس ته رسېږي. هغه له وفاقي او صوبايي حکومتونو وغوښتل چې په صوبه کې د امن د ټينګښت لپاره اغېزمن او عملي ګامونه واخلي.

 

هغه وويل، چې د بلوچستان د خلکو د سر، مال او عزت ساتنه د دولت اساسي مسؤليت دی، او تر هغو چې امن نه وي ټينګ شوی، نه به اقتصادي پرمختګ ممکن وي او نه به د خلکو ستونزې هوارې شي. نوموړي زياته کړه چې د بلوچستان طبيعي زېرمې بايد د سيمې د خلکو د هوساينې لپاره وکارول شي او د امن له ټينګېدو پرته پرمختګ ناشونی دی.

 

د احتجاج په ترڅ کې ګډونوالو د امن په ملاتړ شعارونه ورکړل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د تاوتريخوالي د مخنيوي، د ولس د خونديتوب او د قانون د واکمنۍ لپاره بېړني اقدامات وکړي.

 

د جماعت اسلامي بلوچستان وياند ويلي وو چې د «بلوچستان ته امن ورکړئ» تر عنوان لاندې د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې هم احتجاجي غونډې، لاريونونه او ولسي غونډې ترسره کېږي، چې پکې د امن او ثبات غوښتنه کېږي.