کابل : لیکوال، شاعر او ژورنالیست شفیق الله درمل، چې څو لسیزې یې د افغانستان په چاپي او غږیزو رسنیو کې کار کړی و، له اوږدې ناروغۍ وروسته ،د جولایۍ په ۲۶مه، د ۷۵ کلونو په عمر ومړ. د هغه د مړینې خبر لومړی طلوع نیوز خپور کړی و.
شفیق الله درمل د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د ډرامې او ډیالوګ څانګې مشر پاتې شوی و. هغه په افغان نشراتي مؤسسه کې هم د ډرامو د لیکوال او پروډیوسر په توګه دنده ترسره کړې وه. نوموړي په وروستیو کلونو کې د یوه خصوصي پوهنتون د استاد په توګه هم تدریس کاوه.
د نوموړي د جنازې لمونځ نن مازیګر د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو او وروسته په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.


شال نیوز