د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمد سهيل آفريدي او پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکیب ترمنځ ټيليفوني خبرې شوې دي، چې پکې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ او په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ستنېدو پر بهير تفصيلي خبرې شوې دي۔ 

 

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې ټيليفوني اړيکه کې دواړو غاړو د ګډو ګټو پر موضوعاتو او د کډوالو د بېرته ستنېدو پر روان بهير خبرې وکړې. دواړو خواوو ټينګار وکړ چې د دغه بهير د لا ښه تنظيم لپاره به خپلمنځي همکاري نوره هم پياوړې کوي۔

 

دا رابطه په داسي حال کې شوې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د تورخم پوله تېرو څو مياشتو راهیسي تړلی شوې ده او تجارتي هلې ځلې بند دي۔ 

 

د افغان سفير مننه او غوښتنې

افغان سفير د وزيراعلی مننه وکړه چې د ستنېدو مرکزونو (ريپټريېشن سنټرونو) دوره یې وکړه او کډوالو ته د ورپېښو ستونزو ته یې پاملرنه وکړه۔

 

همدارنګه، هغه د نادرا ګرځنده موټرو د زياتوالي هرکلی وکړ، خو غوښتنه يې وکړه چې د اړتيا له مخې دې نور هم زيات شي۔ 

سفير دا غوښتنه هم وکړه چې هغه کډوال چې خپله یې راجسټريشن بشپړه کړې وي، بايد زر تر زره د ستنېدو اجازه ورکړل شي۔ 

 

د وزيراعلی څرګندونې

وزير اعلی محمد سهيل آفريدي وويل، افغان کډوال زموږ وروڼه دي او د هغوي لپاره د ښه حالاتو هيله لرو. هغه زياته کړه چې کډوال زموږ مېلمانه دي او حکومت هڅه کوي چې هغوي ته هر ډول ممکنه اسانتياوې برابرې کړي.

 

وزير اعلی وويل چې د راجسټريشن کاونټرونو او نادرا وینونو د زياتولو لپاره لا وړاندې هدايات ورکړل شوي دي او دا بهير به نور هم پراخ شي. هغه دا هم وويل چې د ستنېدو کمپونو او هلته د اسانتياوو څارنه هره ورځ کېږي، څو د کډوالو ستونزې زر حل شي۔ 

 

پاکستان نه د افغان کډوالو ستنيدو لړۍ کله پېل شوه

پاکستان ۲۰۲۵ کال د سېپتمبر له پېل راهیسي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ ،پي او ار کارډ، لرونکو د ستنولو بهير ته دوام ورکړی دی.

 

هم دغه شان د ۲۰۲۵ کال له اپرېل راهیسي له پاکستانه د بې اسناده او د افغان سېټېزن کارډ لرونکو بېرته هېواد ته د ليګلو عمل هم دوام لري۔ 

 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې له دوه مېلیونو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او شاوخوا دوه مېلیونه نور لا هم په پاکستان کې ژوند کوي۔ 

 

ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت په وار وار د کډوالو له کوربه هېوادونو، په ځانګړي توګه له ایران او پاکستانه غوښتي دي چې د کډوالو ستنېدل د هغوي په خوښه کړي، خو هغو دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۲۰۲۳ کال راهیسي په زور له کډوالو ايستلو ته دوام ورکړی او دا کار د خپل ملي امنيت په ګټه بولي۔