باجوړ : د جماعت اسلامي باجوړ امیر، صاحب‌ زاده هارون الرشید، د جولایۍ په ۲۶مه، د تنګي چوک په سیمه کې د تړل شوې لارې پر ضد د سیمې خلکو یوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې ضلعي انتظامیې ته د نن ورځې تر ماښامه مهلت ورکړ.

 

هغه وویل، که د شاوخوا ۸۰ زره نفوس لرونکې سیمې لپاره تړل شوې لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل نه شي، نو د جماعت اسلامي او د سیمې اوسېدونکي به سبا سهار اته بجې د خار - منډه پر اصلي سړک احتجاجي پرلت پېل کړي.

 

صاحب‌ زاده هارون الرشید وویل، چې د لارې تړل کېدو د سیمې د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري، د زده‌ کوونکو تګ راتګ او د ناروغانو لېږد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره باید سمدستي عملي ګامونه پورته شي.

 

د نوموړي په وینا، که ټاکلي مهلت پورې لاره ونه پرانیستل شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه شي او د خار - منډه پر لویه لاره به پرلت پېل کړي.

 

تر اوسه د باجوړ ضلعي انتظامیې د جماعت اسلامي د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.