کابل : د طالبانو د حکومت وياند ذبیح ‌الله مجاهد ،د جولایۍ په ۲۶مه، د پاکستان د چارواکو وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي، چې په پاکستان کې ناامني د کلونو پخوانۍ ستونزه ده او اسلام‌ اباد بايد خپلې کورنۍ امنيتي ستونزې افغانستان ته ونه منسوبوي.

 

مجاهد وويل، چې د طالبانو حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي. هغه زياته کړه، که پاکستان کومې امنيتي اندېښنې لري، نو بايد د رسنيو له لارې د تورونو پر ځای، دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي او ډيپلوماټيکو لارو له کابل سره شريکه کړي. د هغه په وينا، د پاکستان امنيتي ستونزې د طالبانو له واکمنېدو ډېرې پخوانۍ دي.

 

د طالبانو د وياند دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې پاکستان په تېرو دوو ورځو کې د خيبر پښتونخوا په سویلي سيمو کې له خونړيو بريدونو سره مخ شوی دی. د جولایۍ په ۲۴مه د ټانک ضلعې د مانجهي ‌خېل پر ګډې امنيتي پوستې په ځانمرګي او وسله وال بريد کې د پوځ، پوليسو او ځايي امنيتي ځواکونو لسګونه غړو ته مرګ‌ ژوبله واوښته. تر دې بريد وروسته په ټانک کې چاڼيز عمليات پېل شول او امنيتي تدابير نور هم سخت کړل.

 

ورپسې د جولایۍ په ۲۵مه په سویلي وزيرستان کې هم پر امنيتي ځواکونو څو بريدونه او نښتې وشوې. د دغو پېښو له امله په ځينو سيمو کې د خلکو پر تګ راتګ محدوديتونه ولګول شول او امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پراخ کړل.

 

له دغو بريدونو يوه ورځ وروسته، د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولایۍ په ۲۵مه په اسلام ‌اباد کې د امنيتي وضعيت د ارزونې په يوه غونډه کې وويل، چې د طالبانو حکومت بايد د افغانستان له خاورې د هغو وسله والو ډلو فعاليتونه ودروي چې د پاکستان پر ضد بريدونه کوي. هغه وويل، چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی، خو د اسلام ‌اباد په وينا، د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسله والو ډلو فعاليتونه د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې لوي خنډ دی.

 

په همدې ورځ د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار هم په اسلام ‌اباد کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب پر مهال وويل، چې پاکستان دا موضوع څو ځله له افغان چارواکو سره د رسمي ډيپلوماټيکو لارو شريکه کړې ده. هغه وويل، چې اسلام‌ اباد تمه لري چې د طالبانو حکومت به د تحريک طالبان پاکستان او نورو پاکستان ضد وسله والو ډلو پر ضد اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهيسې دعوه کوي چې تحريک طالبان پاکستان او ځينې نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه پر پاکستان بريدونه تنظيموي. د طالبانو حکومت بيا دا دعوې ردوي او ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د امنيت او د وسله والو ډلو د فعاليتونو موضوع په وروستيو کلونو کې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د اړيکو د ترينګلتيا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.