کابل : د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د جولایۍ په ۲۶مه، په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیست او ویې ویل، چې حکومت هڅه کوي چې افغانستان په تدریجي ډول د ټکنالوژۍ او ډیجیټلي پرمختګ په برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیال کړي.
برادر د نندارتون د پرانیستې پر مهال د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د نورستان د اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړه او د مړو لپاره یې د مغفرت او د ټپیانو لپاره د روغتیا دعا وکړه.
هغه وویل، چې په اوسنۍ نړۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ د هېوادونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او افغانستان هم غواړي د خپلو شته امکاناتو په کارولو سره په دې برخه کې پرمختګ وکړي. د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت کولی شي هېواد د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ډېټا د لېږد په یوه مهمه نښلوونکې نقطه بدل کړي.
برادر همداراز دعوه وکړه چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د مخابراتي پوښښ کچه پراخه شوې، ځینې لرې پرتې سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې او د ډیجیټلي حکومتولۍ په برخه کې هم پرمختګ شوی دی، چې د ده په وینا، د دولتي ادارو لپاره د برېښنايي رسمي اسنادو د سیستم پلي کېدل یې یوه بېلګه ده.
هغه وویل، چې د ټکنالوژۍ پراختیا د اداري چارو شفافیت، د عوایدو ښه مدیریت، د وخت سپما، د خدماتو اسانتیا او د تېروتنو کمېدو کې مهم رول لري او ټینګار یې وکړ چې د نړۍ له پرمختګونو سره د سیالۍ لپاره باید د ژوند په بېلابېلو برخو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي.
برادر دغه نندارتون د افغان ځوانانو د استعدادونو د ودې، د نوښتګرو ملاتړ او د خصوصي سکټور، علمي بنسټونو او حکومت ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
هغه د خپلې وینا په پای کې وویل، چې د بې کارۍ د کمولو لپاره حکومت په بېلابېلو برخو کې پراختیایي پروژې پېل کړې، سوداګري یې پراخه کړې او د خصوصي سکټور د هڅولو لپاره یې مالیاتي اسانتیاوې رامنځته کړې دي، خو زیاته یې کړه چې د بې کارۍ د لا کمېدو لپاره لا هم نورو هڅو ته اړتیا شته.


شال نیوز