پېښور : د پېښور هایکورټ د یو افغان وګړي له پاکستانه د ایستلو پر ضد لنډمهاله حفاظتي حکم صادر کړی او اړوندو حکومتي ادارو ته یې امر کړی دی چې تر بل حکم پورې دې نوموړی نه باسي.
دغه پرېکړه د هایکورټ د دوو کسیز بنچ، چې جسټس وقار احمد او جسټس عنایت الله خان پکې شامل وو، د جولایۍ په ۲۵مه، د یوې عریضې تر اورېدو وروسته کړې ده. د عریضه کوونکو وکیلې نمره خان عدالت ته استدلال وکړ چې د هغې موکل او د هغه مېرمن له قانوني حقونو برخمن دي او باید د هغوي قضیه د قانون له مخې وڅېړل شي.
محکمې د لومړني اورېدنې پر مهال اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې تر وروستۍ پرېکړې پورې دې افغان وګړی له پاکستانه نه ایستل کېږي. همداراز عدالت اړوندو ادارو ته امر کړی دی چې د پاکستاني تابعیت د غوښتنې بهیر د نافذه قوانینو له مخې پر مخ یوسي.
د قضیې بشپړ جزئیات او د هایکورټ د حکم لیک تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي. د پاکستان حکومت هم د دې پرېکړې په اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پرېکړه په داسې مهال شوې ده چې د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د بې اسناده بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی او په دې تړاو ګڼې قانوني عریضې هم محکمو ته وړاندې شوې دي.


شال نیوز