کابل : د افغانستان په لسو ولایتونو کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو سیلابونو لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، ۸۰ نور یې ټپیان کړي او ،د چارواکو په وینا، ۱۱۰ کسان لا هم ورک دي. دغو سیلابونو زرګونه کورنۍ اغېزمنې کړې او د استوګنې کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه شتمنیو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اړوندو ادارو ویلي دي، چې نورستان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او لغمان هغه ولایتونه دي چې وروستیو سیلابونو پکې زیات زیانونه اړولي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، یوازې په نورستان کې ۲۳ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او ۱۱۰ نور ورک دي. همدارنګه ۷۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۳۰ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. په لوګر ولایت کې د محمداغې ولسوالۍ ۳۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
په پنجشېر ولایت کې د رُخې او درې ولسوالیو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ له سیلابونو اغېزمنې شوې دي. په پروان ولایت کې د شترشهر، درازکوه او فندقستان سیمو کې دوه کسان مړه شوي او ۲۰ کورونه زیانمن شوي دي. په پکتیا ولایت کې د احمداباد او زرمت ولسوالیو ۲۲۶ کورنۍ زیانمنې شوې، ۴۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
په پکتیکا کې د برمل او شکین ولسوالیو ۶۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي. هلته ۱۶ کورونه په بشپړه او ۲۵ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. په خوست ولایت کې د ګربزو، علي شېرو، ځاځي میدان او نادرشاه کوټ ولسوالیو ۴۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د راپور له مخې، پنځه کورونه، ۲۰ دوکانونه او ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په کاپیسا کې د نجراب او کوه بند ولسوالیو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو مالي زیانونه اوښتي دي. په لغمان ولایت کې د الینګار ولسوالۍ یو اوسېدونکی مړ شوی او شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. د غزني ولایت په اړه چارواکي وايي، چې سیلابونو دغه ولایت هم اغېزمن کړی، خو د زیانونو تفصیلي شمېرې لا نه دي خپرې شوې.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي دي، چې ټولو اغېزمنو ولایتونو ته بېړنۍ مرستې رسول شوې دي. د هغه په وینا، بې ځایه شویو کورنیو ته خوراکي توکي، لنډمهاله سرپناه او بېړنۍ خېمې برابرې شوې دي، او د کورنیو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې د یادې ادارې تر همغږۍ لاندې وېشل کېږي.
بلخوا، د نورستان د طبیعي پېښو ریاست ویلي دي، چې ۹۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې وېشل شوې چې په کې خېمې، کمپلې، د ژمي کڅوړې، د روغتیا توکي او د لمریزې برېښنا کوچني سیستمونه شامل دي.
د افغاني سرې میاشتې ویاند حافظ عبدالقدیم ابرار ویلي دي، چې د سیلابونو له رامنځته کېدو وروسته روغتیايي ډلې اغېزمنو سیمو ته رسېدلې او د اړتیا وړ درملنه یې وړاندې کړې ده. هغه زیاته کړې چې په لغمان کې ۳۵ کورنیو ته خوراکي مرستې هم وېشل شوې دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید د سیلاب ځپلو سیمو هراړخیزه ارزونه، د اوبو د لېږد کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول، او د سیلابي سیمو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ شي.
دوي خبرداری ورکوي چې که د اوبو د مدیریت او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اوږدمهاله پلانونه عملي نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به هم ورته طبیعي ناورینونه درانه بشري او اقتصادي زیانونه واړوي.


شال نیوز