د افغانستان د تېر جمهوري نظام د وروستي ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، ویلي دي چې طالبان به هېڅکله په قانوني حکومت بدل نه شي او واکمني به یې یوه ورځ پای ته ورسېږي.
صالح ،د جولایۍ په ۲۵مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپره کړې لیکنه کې د «ټولګډونه حکومت» اصطلاح بې مانا وبلله او ویې ویل چې د افغانستان راتلونکی به د خلکو په رایه جوړېدونکی ملي او ولسي حکومت وي.
هغه دعوه وکړه چې د طالبانو تر بیرغ او اوسني جوړښت لاندې ملي یووالی نه شي رامنځته کېدی، بلکې د ده په وینا، دغه وضعیت ورځ تر بلې د لا زیاتې وېش لامل ګرځي. د نوموړي په خبره، د طالبانو احتمالي ماتې به د افغانانو لپاره یو ملي جشن وي، خو ټینګار یې وکړ چې افغانستان به د یو واحد هېواد په توګه پاتې شي او د هېواد د تجزیې احتمال نه ویني.
امرالله صالح همداراز وویل چې د طالبانو پر ضد سیاسي او پوځي مخالفتونه د نویو ایتلافونو د جوړېدو لامل شوي او دغه ایتلافونه به په ګډه همغږي خپل فعالیتونه پر مخ یوسي. هغه یو ځل بیا د «ټولګډونه حکومت» اصطلاح رد کړه او ویې ویل چې د واک د وېش موضوع باید په راتلونکي کې د ټولپوښتنې، لویې جرګې یا اساسي قانون له لارې حل شي.
صالح دا هم دعوه وکړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به د ټاپي د ګازو نل لیکه عملي نه شي او چین به هم د مس عینک د کان استخراج پېل نه کړي. هغه د عزیزي بانک له لوري د لس زره مېګاواټه برېښنا پروژه هم «یوازې یو تبلیغاتي سرلیک» وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د ده په وینا، د تبلیغاتي دعوو ښکار نه شي.
طالبانو تر اوسه د امرالله صالح دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د نوموړي څرګندونې د هغه شخصي سیاسي دریځ دی، او شال نیوز یې په خپلواکه توګه د دعوو د کره والي پخلی نه شي کولی.


شال نیوز