بدخشان : د افغانستان د ازادۍ جبهې ته نږدې سرچینو دعوه کړې ده چې ،د جولایۍ په ۲۵مه، ماسپښین یې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په جګړه ییزه سیمه کې د طالبانو دوه بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) راغورځولي دي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شويو انځورونو کې د دغو دعوه شويو ډرونونو پاتې شوني په یوه غرنۍ سیمه کې ښکاري، خو شال نیوز په خپلواکه توګه د دغو انځورونو کره والی او د پېښې جزییات نه دي تایید کړي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې، چې له تېرو څو ورځو راهیسي په زیباک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښتو بوخته ده، تر اوسه د دغو ډرونونو د راغورځولو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. خو جبهې په یو جلا بیان کې ویلي دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای وخت نږدې شوی دی.
بلخوا، د تېر جمهوري نظام د کډوالو چارو پخواني وزیر نوررحمان اخلاقي د زیباک د وروستیو نښتو په غبرګون کې ویلي دي چې دا پرمختګ د طالبانو د واک د کمزورۍ د بهیر د یوې نوې مرحلې نښه ده.
اخلاقي په ایکس کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې طالبان په تېرو نږدې پنځو کلونو کې ونه توانېدل چې کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او اوس د مشروعیت له جدي بحران سره مخ دي.
طالبانو تر اوسه د ډرونونو د راغورځولو د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي، او شال نیوز هم په خپلواکه توګه د دغې دعوې پخلی نه شي کولی.


شال نیوز