واڼا : د کوز سویلي وزيرستان په واڼا کې د احمدزي وزيرو د قامي جرګې پلاوي د امنيتي وضعيت او له ضلعي انتظاميې سره د ټاکل شوې غونډې د نه ترسره کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او اعلان يې کړی دی چې ډېر زر به په سویلي وزيرستان کې د امن لويه جرګه راوبلل شي.
د قامي جرګې مشر ملک عزيز الله خان ،د جولایۍ په ۲۵مه، له شال نیوز سره په خبرو کې وويل، چې ټاکل شوې وه چې د کوز سویلي وزيرستان مرستيال کمېشنر مسرت زمان سره په واڼا کينټ کې د پالې چوک د تړل کېدو او نورو سيمه ييزو مسئلو په اړه خبرې وکړي، خو د امنيتي محدوديتونو له امله دغه ليدنه ترسره نه شوه.
هغه وويل، چې وروسته له هغې چې امنيتي ځواکونو د اعظم ورسک پر سړک د ګنګي خېل تمځي ته نږدې د يو مشکوک ځانمرګي بريدګر موټر شنډ کړ، په واڼا او شاوخوا سيمو کې سخت امنيتي تدابير ونيول شول او د خلکو پر تګ راتګ محدوديتونه ولګېدل، چې له امله يې د جرګې پلاوی د خبرو ځای ته ونه رسېد.
ملک عزيز الله خان وويل، چې د سيمې اوسېدونکي د روان امنيتي وضعيت له امله اندېښمن دي او د احمدزي وزيرو ټولو نهو قبيلو ته د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د هغه په وينا، د امن او ثبات لپاره به د ټولو قامي مشرانو، علماوو او مخورو په ګډون د امن لويه جرګه راوبلل شي. نوموړي وويل، چې د جرګې د تياريو په موخه د قامي جرګې غړي بېلابېلو سيمو ته ځي او له مشرانو او ولس سره سلا مشورې کوي، څو د امن د ټينګښت لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.
ملک عزيز الله خان ټينګار وکړ چې احمدزي وزير قام به له خپلو سيمو بې ځايه کېدل ونه مني او ټولې ستونزې غواړي د جرګې، قامي يووالي او متقابلې سلا مشورې له لارې هوارې کړي.
بلخوا، د نن ورځې د امنيتي تدابيرو له امله په واڼا ښار کې يو شمېر ښوونيز بنسټونه او ځينې دولتي دفترونه هم تړلي پاتې شول، او په بېلابېلو سيمو کې امنيتي تدابير نور هم سخت کړل شول.


ظفر وزير