د روغتيا چارواکي وايي، په خيبر پښتونخوا کې د پوليو پر ضد کمپاين پر مهال د يو شمېر کورنيو انکار او په ځينو سيمو کې امنيتي حالت د واکسين بهير اغېزمن کړی، چې له امله يې د هېواد په کچه ټاکل شوی هدف پوره نه شو۔
د ملي بېړني عملياتي مرکز د معلوماتو له مخې، د روان کال ټول هېواد کې د پولیو ضد ،دویم، کېدونکي کمپاين کې له ۴۴ اعشاريه ۷ ميليونو څخه زيات هغه ماشومان واکسين شوي، چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي، خو ټاکل شوی هدف ۴۵ ميليونه و او شاوخوا درې لکه ماشومان پاتې شوي دي۔
چارواکي وايي، په خيبر پښتونخوا کې ځيني کورنۍ ماشومانو ته د واکسين له ورکولو ډډه کوي، او په ځينو سيمو کې امنيتي اندېښنو د پوليو کارکوونکو ته د رسېدو مخه نيولې ده۔
د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په پنجاب کې له ۲۳ ميليونو څخه زيات، په سيند کې له ۱۰ اعشاريه ۴ ميليونو څخه زيات، په خيبر پښتونخوا کې له ۷ اعشاريه ۲ ميليونو څخه زيات او په بلوچستان کې له ۲ اعشاريه ۶ ميليونو څخه زيات ماشومان واکسين شوي دي۔
همدارنګه، په اسلام اباد کې له ۴۴۱ زرو زيات، په ګلګت بلتستان کې له ۲۹۲ زرو زيات او په ازاد کشمير کې شاوخوا ۷۱۷ زره ماشومان واکسين شوي دي۔
چارواکي وايي، د پوليو څاڅکو ترڅنګ ماشومانو ته د ويټامين “اي” دوا هم ورکړل شوې، چې د هغوی د بدن دفاعي ځواک پياوړی کړي۔
يو د پوليو کارپوه، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وايي چې د يو شمېر ماشومانو پاتې کېدل غيرمعمولي خبره نه ده، ځکه ځيني ماشومان د سفر له امله نه وو رسېدلي او ځينې کورنۍ د واکسين له ورکولو انکار کوي۔
هغه زياته کړې، که شمېرې سمې وي، نو دا کمپاين بيا هم يو مهم پرمختګ بلل کېدای شي، ځکه عموماً په دې ډول کمپاينونو کې له اته لکه څخه تر يو ميليون پورې ماشومان پاتې کېږي۔
د روغتيا چارواکو په وينا، د مور او پلار او ځايي خلکو همکارۍ د دې کمپاين په بريا کې مهم رول لوبولی دی۔
پاکستان او افغانستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پکې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې۔
چارواکي وايي، په پاکستان کې هر کال د پوليو د مخنيوي لپاره شاوخوا څلور سوه نه تر پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر، يعنې له يو سل نه تر يو نيم سل اربه روپو پورې لګول کېږي۔
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پوليو ۳۱ پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه يوازې يوه پېښه د سيند له سجاول سيمي راپور شوې ده۔

شال نیوز