په منځني کرمه کې د نادرا د ګرځنده ټیم پر موټر د نامعلومو وسله والو د ډزو پر ضد د نادرا کارکوونکو احتجاج دوام لري. د احتجاج له امله د ضلعې په کچه د نادرا ټول دفترونه له تېرو څلورو ورځو راهیسې تړل شوي دي او خدمات ځنډېدلي دي. د دفترونو د بندېدو له امله ګڼ شمېر اوسېدونکي د پېژندپاڼو او نورو اړینو اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.


مصطفی خان