بدخشان : د افغانستان په بدخشان ولایت کې د یفتل او زیباک ولسوالیو له نښتو وروسته، اوس د درایم ولسوالۍ څخه هم د وسله والو طالبانو او د هغوي د وسله والو مخالفانو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
د سیمه ییزو سرچینو او ځینو رسنیو له خوا ،د جولایۍ په ۲۵مه، د راغلي معلوماتو له مخې، د درایم ولسوالۍ د تپه انتن سیمې څخه د ولسوالۍ پر مرکز، چې ښار صفا هم بلل کېږي، راکټي بریدونه شوي دي.
د راپورونو له مخې، له دغو بریدونو وروسته طالبانو هم ځوابي ډزې پېل کړې دي، خو تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې راکټونه په کومو ځایونو لګېدلي او ایا په بریدونو کې مرګ ژوبله یا مالي زیان اوښتی که نه.
ځینې سرچینې دا هم وایي چې د طالبانو پر یوې هیلیکوپټرې، چې ویل کېږي سیمې ته یې طالب جنګیالي لېږدول، ډزې شوې دي. د دې دعوې خپلواکه تایید نه دی شوی.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې د خبر تر خپرېدو پورې هم په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې تر اوسه د دغو وروستیو پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په بدخشان کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې ،د جولایۍ په ۲۳مه، پېل شوې او د سرچینو په وینا، په وقفي ډول لا هم دوام لري، او د جګړې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو دعوې کوي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې مخکې دعوه کړې وه چې په زیباک ولسوالۍ کې یې ۲۱ طالبان وژلي او ۳۷ نور یې ټپیان کړي، او د دوي یو جنګیالی هم وژل شوی دی. طالبانو تر اوسه د دغې دعوې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.


شال نیوز