د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ټولنیزي شبکې ‘ټروت سوشل’ کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د ایران پر ضد پوځي بریدونه یې ځنډولي او اوربند به هم وغځوي.
هغه زیاته کړې، چې دا پرېکړه د پاکستان د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منیر او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په غوښتنه شوې ده، څو تهران ته وخت ورکړل شي چې یو متحده دریځ وړاندې کړي.
ټرمپ ویلي، چې امریکایي پوځ ته یې امر کړی دی چې د سمندري محاصرې ترڅنګ په بشپړه توګه تیار پاتې شي او که خبرې ناکامې شي، نو هر ډول اقدام ته چمتو وي. نوموړي دا هم ویلي، چې د ایران دننه اختلافات ژور دي او همدا لامل دی چې امریکا غواړي د یوې ممکنه هوکړې لپاره لږ نور وخت ورکړي.
ایران لا هم پرېکړې ته نه دی رسېدلی؛ د باور ستونزه
په تهران کې چارواکي وايي چې تر اوسه یې په اسلاماباد کې د سولې د خبرو په دویم پړاو کې د ګډون وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د امریکا وروستي اقدامات، په ځانګړي ډول د تېلو د ټانکر نیول، د خبرو فضا زیانمنه کړې ده.
ایراني لوري دا دریځ لري چې تر څو عملي نرمښت ونه ویني، د خبرو مېز ته تګ به ګران وي.
سمندري کړکېچ؛ د ټانکر نیول او سیاسي فشار
امریکایي ځواکونو د ایران یو د تېلو ټانکر نیولی دی چې میلیونونه بېرله تېل پکې بار وو. واشنګټن دا اقدام د بندیزونو د پلی کولو برخه بولي، خو تهران یې “سمندري غلا” ګڼي.
شنونکي وايي چې دا ډول ګامونه د خبرو پر مېز د فشار د زیاتولو لپاره کارول کېږي، خو په عین وخت کې د شخړې د پراخېدو خطر هم ورسره ډېرېږي.
پاکستان د منځګړي په توګه؛ حساس وخت
اسلاماباد هڅه کوي چې دواړه لوري بېرته خبرو ته راولي. پاکستاني چارواکي وايي چې د ایران پرېکړه به د روان بحران راتلونکی وټاکي.
د سیمې د وضعیت له مخې، پاکستان یوازیني هېواد دی چې هم له واشنګټن او هم له تهران سره اړیکي لري او کولی شي د منځګړیتوب اغېزمن رول ولوبوي.
اوربند غځېږي، خو د جګړې سیوری لا هم شته
که څه هم ټرمپ د اوربند د غځولو اعلان کړی، خو ورسره یې خبرداری هم ورکړی دی چې که خبرې بې پایلې شي، نو پوځي اقدام ممکن دی.
شنونکي وايي چې دا حالت د فشار او ډیپلوماسۍ ګډ سیاست ښيي، یو لور ته د سولې دروازه خلاصه ساتل شوې او بل لور ته د جګړې چمتووالی روان دی.
د سیمي راتلونکی اوس د اسلاماباد پر احتمالي خبرو پورې تړلی دی. که ایران خبرو ته حاضر شي، کېدای شي کړکېچ راکم شي، خو که نه، نو دا بحران یو ځل بیا د جګړې پر لور تللی شي.

شال نیوز