پاکستان دا مهال له هغو امنيتي ننګونو سره مخ دی چې د تېرو څو کلونو په پرتله بې ساري بلل کېږي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌ والو بريدونو، ځانمرګي حملو او د امنيتي ځواکونو د ځوابي عملياتو لړۍ لا هم روانه ده. که څه هم حکومت د وسله ‌والو پر ضد د عملياتو د چټکولو خبره کوي، خو وروستيو بريدونو ښودلې دي چې وسله ‌وال لا هم د لويو او همغږو بريدونو د ترسره کولو توان لري.

 

د امنيتي څېړنيزو ادارو د شمېرو له مخې، د پاکستان د تاوتريخوالي ډېره برخه په همدې دوو صوبو کې متمرکزه ده. د شخړو او امنيتي مطالعاتو مرکز (سي ار ایس ایس) وايي، چې د ۲۰۲۶م کال په لومړۍ نيمايي کې د هېواد د تاوتريخوالي له امله د وژل شويو کسانو نږدې ۹۶ سلنه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وو. په دغو کې شاوخوا ۶۱ سلنه تلفات په خیبر پښتونخوا او ۳۴ سلنه په بلوچستان کې ثبت شوي دي.

 

خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د پخوانيو قبايلي ضلعو، بنو، ټانک، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، شمالي او سویلي وزيرستان او خیبر ضلعې، د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعاليتونو مهم مرکزونه ګڼل کېږي، چرته چې په وروستيو مياشتو کې پر امنيتي ځواکونو، پوليسو او امنيتي پوستو بريدونه زيات شوي دي.

 

د جولایۍ په ۲۳مه، د ټانک ضلعې د منجهي خېل پر امنيتي پوستې ځانمرګي بريد او ورپسې نښته کې لږ تر لږه ۱۵ امنيتي سرتېري ووژل شول. له دې وروسته په سيمه کې ګرځبنديز ولګول شو او پراخ عمليات پېل شول. ورسره په بنو، شمالي وزيرستان، باجوړ، خیبر، لکي مروت او نورو سيمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات دوام لري. پوځ وايي، چې په دغو عملياتو کې ګڼ وسله‌ وال وژل شوي او يو شمېر نور نيول شوي دي، خو خپلواکو سرچينو د دغو دعوو بشپړ تاييد نه دی کړی.

 

په بلوچستان کې امنيتي وضعيت تر ډېره له دوو ډولو وسله‌ والو ډلو اغېزمن دی. له يوې خوا بلوڅ بېلتونپالې ډلې، لکه د بلوچستان لبريشن ارمي، او له بلې خوا د ټي ټي پي وسله ‌وال په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کوي. په وروستيو اوونيو کې په مستونګ، کلات، بولان او نورو ضلعو کې پر امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بريدونه شوي دي. د جولایۍ په لومړۍ نيمايي کې په بېلابېلو بريدونو کې ۴۲ امنيتي کسان ووژل شول، چې وروسته پوځ په بېلابېلو سيمو کې پراخ عمليات پېل کړل.

 

شنونکي وايي، چې په بلوچستان کې د بېلتونپالو او توندلارو ډلو هممهاله فعاليت د امنيتي ادارو لپاره وضعيت لا پېچلی کړی دی. د دوي په وينا، د دغو ډلو د بريدونو طريقه بدله شوې او اوس د کوچنيو بريدونو ترڅنګ د لويو او همغږو حملو هڅې هم کېږي.

 

پاکستاني حکومت او پوځ وايي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات روان دي او د وسله‌ والو د ځپلو لپاره به تر وروستي حده هڅې دوام ولري. د پوځ په وينا، په وروستيو مياشتو کې لسګونه عمليات ترسره شوي او ګڼ شمېر وسله ‌وال وژل شوي دي. خو له دې سره سره، د بريدونو دوام دا پوښتنه راپورته کوي چې ايا يوازې پوځي عمليات د امنيت د ټينګښت لپاره بسنه کوي که نه.

 

امنيتي شنونکي د ناامنۍ د زياتېدو تر شا څو مهم عوامل يادوي. د افغانستان او پاکستان اوږده او غرنيزه پوله، د وسله ‌والو د بيا منظمېدو هڅې، په بلوچستان کې د بېلتونپالو فعاليتونه، او ځينې سيمه‌ ييز سياسي او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې د دوي په وينا، د امنيتي وضعيت په خرابېدو کې مهم رول لري.

 

ځينې څېړونکي دا هم وايي چې د افغانستان د سياسي بدلونونو وروسته يو شمېر وسله ‌والو ډلو خپلې شبکې بيا فعالې کړې دي، خو د افغانستان واکمن طالبان دا دعوه ردوي او ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارېږي.

 

سره له دې چې پاکستاني چارواکي د امنيتي عملياتو د دوام خبره کوي، د وروستيو بريدونو څرنګوالی ښيي چې وسله ‌وال لا هم د لويو او همغږو بريدونو د ترسره کولو وړتيا لري. شنونکي باور لري، چې که د پوځي عملياتو ترڅنګ د سرحدي امنيت، سيمه‌ ييزې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ او سياسي ثبات لپاره اوږدمهاله تګلارې خپلې نه شي، نو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنيتي ننګونو دوام به د پاکستان لپاره يوه ستره اندېښنه پاتې وي.