واشنګټن : په امریکا کې د هګیو یو لوي شرکت د سالمونیلا د احتمالي ککړتیا له امله شاوخوا ۱۹ میلیونه هګۍ له بازاره د بېرته اخېستو اعلان کړی دی.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې ،د جولایۍ په ۲۳مه، ویلي دي چې دا هګۍ د جون له شپږمې نه تر جولایۍ درېیمې پورې د ټېکساس ایالت په فارمونو کې تولید شوې وې او د کارولو نېټه یې د جولایۍ له شلمې نه تر اګست اوولسمې پورې ده.
د ادارې په وینا، دا هګۍ د ټېکساس، اوکلاهوما، لوزیانا، نیو مکسیکو او میسیسيپي ایالتونو پلورنځیو او د خوراکي توکو رسوونکو ته لېږل شوې دي.
شرکت ویلي دي، چې د معمول ازموینو پر مهال د سالمونیلا د احتمالي ککړتیا نښې وموندل شوې، له همدې امله یې د احتیاطي اقدام په توګه د دغو هګیو د بېرته اخېستو پرېکړه کړې او د یادو فارمونو څخه یې د هګیو لېږد هم درولی دی.
د اعلان تر وخته د دغو هګیو له امله د ناروغۍ کومه پېښه نه وه ثبت شوې. د امریکا روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي، دي چې که د دې لړۍ هګۍ یې اخیستې وي، له خوړلو دې یې ډډه وکړي او یا دې بېرته پلورنځي ته وسپاري او یا دې له منځه یوسي.
روغتیايي کارپوهان وایي، چې سالمونیلا د تبې، نس ناستې، زړه بدوالي، کانګو او د نس درد لامل کېږي. دوي زیاتوي، چې په ماشومانو، د عمر خوړلو کسانو او هغو خلکو کې چې د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری وي، دا ناروغي د وینې انتان او نورې جدي روغتیايي ستونزې هم رامنځته کولی شي.


شال نیوز