بدخشان : د افغانستان د ازادۍ جبهې دعوه کړې ده چې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په روانو نښتو کې یې ۲۱ طالبان وژلي، ۳۷ نور یې ټپیان کړي او یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات یې هم نیولي دي.

 

دې جبهې ،د جولایۍ په ۲۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې د دوي ځواکونو د پنجشنبې ورځې له سهاره د زیباک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر پوځي اډو، قطعاتو او مرکزونو هدفمند عملیات پېل کړي، چې لا هم دوام لري.

 

د اعلامیې له مخې، د ازادۍ جبهې ځواکونو طالبان د زیباک د سرحدي کنډک شاوخوا له ځینو لوړو او ستراتیژیکو سیمو څخه شاتګ ته اړ کړي دي. جبهه دعوه کوي چې طالبانو څو ځله د دغو سیمو د بېرته نیولو هڅه کړې، خو هر ځل له درنو تلفاتو وروسته په شا شوي دي.

 

ازادۍ جبهه وایي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې، مهمات او پوځي تجهیزات هم د دوي لاس ته ورغلي دي. د اعلامیې له مخې، په نښتو کې د ازادۍ جبهې یو جنګیالی هم وژل شوی دی.

 

تر دې مخکې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټۍ مشر، داوود ناجي، په ایکس کې ویلي وو چې له طالبانو سره جګړه «نوي پړاو» ته ننوتې او د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې عملیات پېل کړي دي. هغه ویلي وو چې د دغو عملیاتو بشپړ جزیات به وروسته په رسمي اعلامیه کې خپاره شي.

 

بل لور ته، طالبانو هم د زیباک په ولسوالۍ کې نښتې تایید کړې دي، خو دعوه یې کړې ده چې په جګړه کې یې لږ تر لږه پنځه د ازادۍ جبهې جنګیالي وژلي دي. طالبانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د وروستۍ دعوې، چې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي، په اړه څه نه دي ویلي.

 

ځینو سیمه ‌ییزو سرچینو مخکې دعوه کړې وه چې په دغو نښتو کې د طالبانو درې سیمه ‌ییز قوماندانان هم وژل شوي، خو دغه دعوه هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

 

د دواړو لورو د دعوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.