د اپرېل په ۲۱مه، د خېبر پښتونخوا ضلعو ، لکي مروت او سوات، کې د ذزو پېښې رامنځته شوي، چې په مجموعي توګه پکې ۴ کسان وژل شوي دي.
لکي مروت: ډاکوانو یو ډریور ووژل
د لکي مروت نه د شال نیوز خبریال غلام اکبر مروت راپور ورکړی، چې د سرای نورنګ تاڼې په حدودو کې، د بيګو خېل په سیمه کې ډاکوانو یو د شاهزور موټر ډریور هغه وخت ووژل چې هغه د پنجاب کمالیه سیمي نه بنو ته د سبزۍ پېره راوړه.
د سرای نورنګ تاڼې پولیس ویلي، چې ډاکوانو د ډریور موبايل، نغدې او نور سامان هم له ځان سره وړی دی.
پولیس د وژل شوي ډریور شناخت د محمد اصغر په نامه کړی دی، چې د کمالیه اوسیدونکی و.
سوات: د ډزو پېښه کې ۳ کسان وژل شوي دي
د سوات پولیس وايي، چې د دې ضلعې په قمبر سیمه کې د ډزو پېښه رامنځته شوه چې پکې درې کسان ووژل شول.
پولیس وايي چې دا پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له امله مېنځته راغلې ده.
د سوات ډي پي او ويلي، چې دوي سیمه کلابند کړې ده او د مجرمانو د نیولو هڅې روانې دي.

غلام اکبر مروت