د ملک نورو برخو په شان قبائلي ضلع کرم کې هم پټرول پمپونه تړل شوي دي۔ د پټرول ډیلرانو ټولنه وایي، تر هغو چې غوښتنې یې ونه منل شي، احتجاج به روان وي او د پټرولو په بیو کې ورځنی بدلون ورته د منلو نه دی. په دې راپور کې د پاراچنار د هړتال وروستی وضعیت او پر خلکو یې اغېزې درته وړاندې کوو.