د سوات د مينګورې ښار د پاکو اوبو د اوږدمهالې ستونزې د حل لپاره د خېبر پښتونخوا حکومت د ګريوېټي واټر سپلاۍ ستره پروژه پيل کړې ده. په دې پروژه کې به د سوات سيند اوبه د عصري فلټرېشن پلانټ له لارې پاکې او هره ورځ به ۳۰ ميليونه ګېلنه اوبه د ښار او شاوخوا سيمو زرګونو کورنيو ته رسول کېږي. چارواکي وايي، د پروژې تر بشپړېدو وروسته به د څښاک د پاکو اوبو تر څنګ د ځمکې لاندې د اوبو پر زېرمو فشار هم کم شي. دا راپور وګورئ او خپل نظر راسره شريک کړئ.


عصمت علي اخون