دیر پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال، د عوامي نېشنل ګوند د دیر بالا ضلعي مشر ،راجه امیر زمان خان، د شخړو د هوارولو شورا پر فعالیتونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا نظام د خپل اصل مقصد نه اوښتی دی۔
هغه وویل چې دا شورا د دې لپاره جوړه شوې وه چې خلکو ته په ځايي کچه، په چټک او وړیا ډول انصاف ورکړي، خو د ده په وینا اوس په دې نظام کې نه کافي روڼتیا شته او نه هم د وړتیا خیال ساتل کېږي۔
راجه امیر زمان خان وویل:
“دا نظام د غریبو خلکو د اسانتیا لپاره جوړ شوی و، خو اوس ځیني کسان دا د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي. په ډېرو قضیو کې د خلکو ستونزې پر وخت نه حل کېږي او داسې پرېکړې کېږي چې ولس پرې اعتراض لري.”
د شخړو د هوارۍ کونسل او رسمي شمېرې:
د شخړو د هوارولو شورا د خېبرپښتونخوا د پولیسو تر څار لاندې یو جرګهییز نظام دی، چې هدف یې د خلکو وړې مدني شخړې په ځايي کچه او بې له لګښته حل کول دي۔
د پولیسو د رسمي شمېرو له مخې، په خېبرپښتونخوا کې د دې شورا له لارې په تېرو کلونو کې زرګونه قضیې هوارې شوې دي، چې پکې د کورنیو شخړو، ځمکو، پورونو او نورو مدني ستونزو هواري شامله ده۔

چارواکي وایي چې د دې نظام له امله په عدالتونو د کار بار کم شوی دی او خلکو ته زر انصاف رسېدلی دی۔
چارواکي دا هم وايي چې ډېرې داسې قضیې ،چې کلونه کلونه په عدالتونو کې پاتې کېدې، د همدې شورا له لارې په څو ورځو یا اونیو کې هوارې شوې دي، او خلکو ته یې مالي او وختي اسانتیا برابره کړې ده۔
خو د دې ترڅنګ، د بشري حقونو ځیني فعالان اندېښنه څرګندوي چې په ځینو سیمو کې د دې شورا پرېکړې تل د قانون له رسمي چوکاټ سره سمې نه وي او د روڼتیا ستونزه لا هم یوه جدي ده.
په دیر بالا کې هم ځايي خلک وایي چې که څه هم د دې شورا له لارې ځیني شخړې زر هوارې شوې دي، خو په یو شمېر پرېکړو د خلکو اعتراضونه هم مخې ته راغلي دي۔
د اصلاحاتو غوښتنه:
راجه امیر زمان خان پر صوبايي حکومت او ضلعي انتظامیې غږ وکړ چې په دې نظام کې دې سمدستي اصلاحات راوستل شي او ډاډ دې ترلاسه شي چې پرېکړې د انصاف او قانون له اصولو سره سمې وي۔
هغه خبرداری ورکړ چې که د خلکو باور بېرته بحال نه شو، نو دا نظام به خپل اغېز له لاسه ورکړي او د ولس ستونزې به لا زیاتې شي۔
د چارواکو دریځ:
تر دې مهاله د دیر بالا ضلعي انتظامیې یا د دې شورا مسؤلینو د دغو څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

شېخ ابو سعید