په ویرجینیا کې د ګل په ورځ د محمد شریف الله په نوم د داعش د یو وسله وال مقدمه پېل شوه. په دغه تن تور دی چې هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د کابل په نړیواله هوایي اډه باندې په هغه خونړي ځانمرګي برید کې لاس لرلو چې پکې نږدې ۲۰۰ کسان مړه شوي وو.
سرکاري وکیلان وایي چې شریف الله د داعش ډلې فعال غړی و او په برید کې یې مرسته کړې وه.
د عدالت سرکاري وکیل ،جان ګیبس، منصفه ،هیئت، ته وویل چې شریف الله چې په "جعفر" مشهور دی، د داعش خراسان ډلې یو پخلی غړی و او د کابل هوایي اډې د "ایبي ګیټ" د بریدګر لپاره یې لاره کتله.
د وکیلانو په وینا، دغه تن د اف بي آیي (FBI) افسرانو ته منلې ده چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې له داعش سره ملګری شوی و او نورو وسله والو ته یې د وسلو چلولو چلونه ښودل، چې پکې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې د مسکو د کنسرت هال د برید بریدګر هم شامل وو.
د صفايي وکیلان دعوه کوي چې دغه تن نه په زور اقرار اخیستل شوی دی.

د بګرام په هوايي اډه کې د یاد برید نه پس منظر [ارشیف انځور]
د شریف الله د صفايي وکیل ،جیرمي کامنز، په عدالت کې وویل چې امریکایي چارواکو غلط سړی نیولی دی. هغه ادعا وکړه چې له شریف الله نه دغه خبرې د پاکستاني استخباراتو په ولکه کې د وهلو ټکولو او تشدد په زور اخیستل شوې دي. کامنز دا هم وویل چې کیدی شي دا برید د هغو طالبانو په مرسته شوی وي چې په هغه ورځ یې د هوایي اډې امنیت ساتلو او شریف الله پکې هیڅ رول نه درلود.
د محمد شریف الله د نیول کیدو خبر تر ټولو وړاندې صدر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې په خپله وینا کې کړی و او له هغې وروسته هغه د مقدمې لپاره امریکا ته راوستل شو. ده د په اړه دا لومړۍ غټه جنایي دوسیه ده، چې تمه ده یوه هفته به جاري وي. که چیرې په شریف الله جرم ثابت شو، نو هغه ته د ټول عمر د قید سزا اورول کیدی شي.

شال نیوز