کابل : په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ،د جولایۍ په ۲۳مه، د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز له لوري د نورستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د خوراکي توکو لومړۍ جوپه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارله.

 

د سعودي سفارت د معلوماتو له مخې، د سفیر مرستیال علي بن محمد الحصان د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز په استازیتوب د زر خوراکي بستو له ټولیزې پروژې څخه لومړۍ ۵۰۰ خوراکي بستې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن ته وسپارلې.

 

د یادې پروژې ټول ارزښت ۶۱ زره امریکايي ډالره دی او په کې زر خوراکي بستې شاملې دي. د هرې بستې ارزښت ۶۱ ډالره دی او په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو وریجې او ۵ لیټره د خوړو غوړي شامل دي. ټاکل شوې ده چې دغه مرستې د نورستان هغو کورنیو ته ووېشل شي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

 

د سعودي عربستان د سفیر مرستیال علي بن محمد الحصان په خپلو خبرو کې د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه، د مړو لپاره یې د الله تعالی له درباره د مغفرت او د ټپیانو لپاره یې د زر روغتیا دعا وکړه.

 

هغه وویل، چې دا بشري مرستې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ال سعود او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود په لارښوونه برابرې شوې دي او د افغانستان له خلکو سره د سعودي عربستان د دوامدارو بشري همکاریو څرګندونه کوي.

 

بلخوا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن د سعودي عربستان له حکومت، په کابل کې د دغه هېواد له سفارت او د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز څخه د پرله ‌پسې بشري مرستو لپاره مننه وکړه.

 

هغه وویل، چې سعودي عربستان د طبیعي پېښو او سختو حالاتو پر مهال تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی او د ملک سلمان د بشري مرستو او امداد مرکز له لارې یې اړمنو او د طبیعي پېښو زیانمنو ته اغېزمنې او ارزښتناکې مرستې رسولې دي.