تهران : د ایران د پارلمان مشر او د امریکا سره د خبرو د ایراني پلاوي مشر ،محمد باقر قالیباف، ویلي دي چې که ایران د خپلو خامو تیلو صادرات ونه شي کولی، نو په سیمه کې به هېڅ بل هېواد هم د د خامو تیلو برامدات ونه کړي.

 

قالیباف دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۳مه، په خپلې ایکس‌ پاڼې کې کړې دي. هغه لیکلي چې د روانې شخړې معادله روښانه ده او زیاته کړې یې ده: «یا به ټول وي، یا به هېڅوک نه وي.» هغه ویلي: «په هغه سیمه کې چې موږ خام تیل ونه شو پلورلی، هېڅوک به هم تیل ونه پلوري. که زموږ امنیت خوندي نه وي، د سیمي هېڅ مهمه زېربنا به هم خوندي نه وي.»

 

د ایران د پارلمان مشر همداراز دعوه کړې چې د هرمز تنګي امنیت د امریکايي ځواکونو له شتون پرته تضمینېدی شي او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي وضعیت به د جګړې له مخکې حالت ته بېرته ونه ګرځي.

 

د نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و، که په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو پر تګ راتګ یا د انرژۍ پر لېږد خنډ جوړ کړي، امریکا به د ایران مهمې پوځي او اقتصادي زېربناوې په نښه کړي.

 

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی او د نړیوالو بازارونو د خامو تیلو شاوخوا پنځمه برخه د همدې تنګي له لارې لېږدول کېږي. ځکه نو هر ډول تاوتریخوالی په دې سیمه کې د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د تیلو پر بیو مستقیم اغېز کولی شي.