کابل : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د کورنیو چارو وزارت د هېواد د څلورو سترو کاني او انرژۍ پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ،د جولایۍ د ۲۳مې، په خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه تړونونه د وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال شیخ ،عبدالرحمن قانت، او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي ادارې مرستیال مولوي ،سعیدالله حماس، ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د تړون له مخې به د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي اداره د ځانګړو امنیتي ساتونکو له لارې د مس عینک د مسو کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د شبرغان - مزار د طبیعي ګازو نل لیکې او د امو دریا د تېلو پروژې امنیت برابروي، څو د دغو مهمو اقتصادي پروژو چارې په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې پرمخ ولاړې شي.
د طالبانو حکومت وایي، چې د دې تړونونو موخه د ملي اقتصادي پروژو د امنیت پیاوړتیا، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول او د هېواد د اقتصادي ودې له بهیر سره اغېزمن ملاتړ دی.
طالبان زیاتوي چې د یادو پروژو د امنیت له ټینګښت سره به د کانونو او انرژۍ په سکټور کې پانګونه نوره هم وهڅول شي، د پروژو د عملي کېدو بهیر به چټک شي او د هېواد له طبیعي زېرمو څخه د اقتصادي ګټې اخیستنې لپاره به مناسب شرایط برابر شي.


شال نیوز