بامیان : د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې یې د لومړي ځل لپاره د اوسپنې کان د جیوفزیکي سپړنې سروې پېل کړې ده.
د وزارت ،د جولایۍ د ۲۳مې، په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا سروې د کانونو د تفحص او اکتشاف د عمومي ریاست د ۱۲ کسیز تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري ترسره کېږي او پکې له پرمختللو وسایلو او نړیوالو علمي معیارونو څخه کار اخیستل کېږي.
د سرچینو په وینا، په دې سروې کې د جیوفزیک معیاري طریقې، لکه مقناطیسي، الکترومقناطیسي او رادیومتري ارزونې کارول کېږي، څو د ځمکې پر سر او تر ځمکې لاندې د اوسپنې د احتمالي زېرمو موقعیت، پراخوالی او کچه معلومه شي.
د وزارت په خبره، د دغې سروې پایلې به د راتلونکو اکتشافي برمو، د ځمکې لاندې د کانونو د علمي ماډلونو جوړولو او د سپړنې د راتلونکو پړاوونو د پلان جوړولو لپاره بنسټیز معلومات برابر کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سروې ترڅنګ به د راټولو شویو معلوماتو پروسس، شننه او تخنیکي تفسیر هم د همدې ریاست د متخصصانو له لوري ترسره کېږي، څو دقیقې او د باور وړ پایلې ترلاسه شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې هڅه کوي د کورنیو مسلکي ظرفیتونو، نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو جیوفزیکي تجهیزاتو په مټ د هېواد د کانونو سپړنه پراخه، د طبیعي زېرمو پېژندنه پیاوړې او د پانګونې، د کانونو د دوامدار پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره کړي.


شال نیوز