د جماعت اسلامي پاکستان امير، حافظ نعيم الرحمن، په بټګرام کې يوې لويې ولسي غونډې ته په وينا کې ويلي دي چې په ټوله ضلع کې نه ښځينه ډاکټره شته او نه يو ډګري کالج شته.

 

په دې موقع د جماعت اسلامي هزاره امير عبدالرزاق عباسي او نور مشران هم موجود وو۔

حافظ نعيم الرحمن د خېبر پښتونخوا پر حکومت سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي چې په صوبه کې د بنسټيزو اسانتياوو سخت کمی دی۔

 

هغه زياته کړې، چې په صوبه کې د تعليم، روغتيا او سړکونو حالت ډېر خراب دی او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي۔

 

نوموړي د خېبر پښتونخوا له وزير اعلی څخه د دې حالت په اړه وضاحت غوښتی او ويلي يې دي چې اوس د نظام بدلون ډېر ضروري شوی دی۔

 

د جماعت اسلامي امير خپلو کارکوونکو ته ويلي دي چې د اختر نه وروسته دې د يو قوي تحريک لپاره تياری ونيسي، ځکه چې ،د ده په وينا، جماعت اسلامي غواړي اوسنی نظام او دوديزه سياسي مشري بدله کړي۔

 

هغه د انرژۍ د بحران په اړه هم ويلي دي، چې که څه هم د هېواد د برېښنا د توليد وړتيا شاوخوا ۴۹ زره مېګاواټه ده، خو خلک بيا هم هره ورځ اوږد لوډشيډنګ زغمي۔

 

نوموړي زياته کړې ده چې د برېښنا د توليدي شرکتونو ته د ظرفيت په نوم اربونه روپۍ ورکول کېږي، خو له عامو خلکو څخه په پټرولو درانه ټيکسونه اخيستل کېږي۔

 

د اقتصادي حالت په اړه حافظ نعيم الرحمن ويلي، سودي نظام د هېواد د ستونزو يو مهم لامل دی، ځکه چې د بوديجي لويه برخه د سود په ورکړه کې لګېږي، او حکومتونه اړ کېږي چې له بهرنيو هېوادونو مرسته وغواړي۔

 

په نړيوالو چارو کې هغه په فلسطين کې د اسراییلو کړنې غندلي او ويلي يې دي چې د سيمي د سولې لپاره د پاکستان وروستي ګامونه مثبت دي، خو د امريکا پر ملاتړ تکيه کول سمه لاره نه ده.