کابل : د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، له (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې سره یې د څه باندې درې میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک کړی، چې موخه یې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو اقتصادي پیاوړتیا او پاکو اوبو ته د هغوي د لاسرسي ښه کول دي.

 

د وزارت له خوا ،د جولایۍ پع ۲۳مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې هوکړه‌ لیک ټولیز ارزښت درې میلیونه، اووه لکه او څلور زره او پنځه سوه افغانۍ دی.

 

د هوکړې له مخې، په ننګرهار ولایت کې به ۱۰۰ یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته شیدې ورکوونکې وزې ووېشل شي، څو د مالدارۍ له لارې د عاید سرچینه پیدا او د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

 

په همدې پروژه کې د میدان وردک ولایت د سیداباد ولسوالۍ د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه پنځه د اوبو څاګانې هم کیندل کېږي، ترڅو یادې کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

 

د وزارت په وینا، هوکړه‌ لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس مولوي ثناءالله فرقاني او د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې د رئیس عبیدالله فیصل ترمنځ لاسلیک شوی او ټاکل شوې ده چې د ننګرهار او میدان وردک د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ عملي شي.