واشنګټن/تهران : د جولایۍ په ۲۳مه د امریکا پوځ وویل چې پر ایران یې د پرله‌ پسې دولسمې شپې هوايي بریدونه ترسره کړي، په داسې حال کې چې د هرمز تنګي پر سر روان کړکېچ، پر سوداګریزو بېړیو بریدونه او د ډیپلوماټیکو هڅو ټکنۍ کېدل د سیمي د لا پراخې جګړې اندېښنې زیاتې کړې دي.

 

د امریکا پوځ ویلي دي، چې په تازه بریدونو کې د ایران د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو زېرمتونونه، د هوايي دفاع ځیني سیستمونه، ساحلي پوځي مرکزونه او هغه تاسیسات په نښه شوي دي چې ،د امریکا په وینا، د ایران د پوځي عملیاتو برخه دي. واشنګټن وايي، چې د دغو بریدونو هدف د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې د هرمز تنګي او د سیمي د نړیوالو سمندري لارو امنیت ګواښي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایران د نړیوالو سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به د ایران پر مهمو زېربناوو، د برېښنا پر شبکو او نورو ستراتیژیکو تاسیساتو نور بریدونه هم وکړي.

 

ایران دغه خبرداری رد کړی او ویلي یې دي چې هر ډول برید ته به په ورته کچه ځواب ورکړي. تهران ټینګار کوي چې د امریکا پوځي فشار به د دوي دریځ بدل نه کړي او که جګړه نوره هم پراخه شي، د سیمي امنیت به له لا جدي خطر سره مخ شي.

 

په وروستیو ساعتونو کې په هرمز تنګي کې پر څو سوداګریزو او د تېلو وړونکو بېړیو بریدونه شوي چې له امله یې د نړیوالو بار وړونکو شرکتونو اندېښنې زیاتې شوې دي. امریکا ایران د دغو بریدونو مسوول بولي، خو ایران دا تورونه ردوي او وايي، چې اقدامات یې د امریکا د پوځي عملیاتو په ځواب کې دي.

 

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالو انرژۍ بازارونو د پام وړ برخه د همدې لارې لېږدول کېږي. اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، چې که دغه سمندري لار له نورو خنډونو سره مخ شي، د تېلو او ګازو نړیوالې بیې به لوړې شي او پر نړیوال اقتصاد به پراخ اغېز وکړي.

 

بلخوا پاکستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي، خو تر اوسه د اوربند یا مستقیمو خبرو لپاره کومه عملي پایله نه ده ترلاسه شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي، چې واشنګټن لا هم خبرو ته چمتو دی، خو ایران باید د نړیوالو سوداګریزو لارو پر ضد اقدامات ودروي.

 

ایراني چارواکي بیا وايي، تر هغو چې د امریکا بریدونه او فشارونه دوام ولري، د خبرو لپاره به مناسب شرایط برابر نه شي.

 

د جګړې له پراخېدو سره د فارس خلیج او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت هم لا پسې ترینګلی شوی او نړیواله ټولنه اندېښنه لري چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه مهار نه شي، د منځني ختیځ جګړه به لا پراخه او نړیوال اقتصادي زیانونه به نور هم زیات شي.