پاړاچنار : د کرمې ضلعې د پټرول ډیلرانو اتحادیې د پټرولیمي محصولاتو په بیو کې د ورځني بدلون پر ضد احتجاج پېل کړی، چې له امله یې د پاړاچنار په ګډون د ضلعې ټول پټرول پمپونه تړل شوي او خلکو ته یې د تګ راتګ او ورځنیو چارو په ترسره کولو کې ستونزې جوړې کړې دي.

 

د پټرول ډیلرانو اتحادیه وایي، چې د پټرولو او ډیزلو په نرخونو کې هره ورځ زیاتوالی او کموالی د دوي لپاره د منلو وړ نه دی او تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکړي، څو یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی.

 

د پمپونو د تړل کېدو له امله ګڼ شمېر موټر چلوونکي او مسافر د تیلو له کمښت سره مخ شوي، او د سیمي په بېلابېلو برخو کې د تګ راتګ بهیر هم اغېزمن شوی دی.

 

د اتحادیې د چارواکو په وینا، په پاړاچنار کې پټرول او ډیزل د پاکستان د نورو ښارونو په پرتله له لسو تر دولسو روپیو پورې په هر لیټر ګران پلورل کېږي. دوي وایي، د لرې واټن او د لېږد رالېږد د لوړو لګښتونو له امله پټرولیمي محصولات په لوړه بیه ترلاسه کوي او همدا اضافي لګښت په پای کې پر مصرفوونکو تمامېږي.

 

بلخوا، د سیمي اوسېدونکو له اړوندو پټرولیمي شرکتونو او حکومتي ادارو غوښتنه کړې ده چې د کرمې او نورو پخوانیو قبایلي ضلعو د پټرول ډیلرانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې او مراعات برابر کړي، څو د ټرانسپورټ اضافي لګښتونه راکم او خلکو ته پټرولیمي محصولات په مناسب قیمت برابر شي.

 

تر اوسه د حکومت یا اړوندو ادارو له خوا د پټرول ډیلرانو د احتجاج او غوښتنو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.