پارون : د ایران بشري او ولسي مرستې د افغانستان د نورستان ولایت مرکز پارون ته رسېدلې دي، څو د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله اغېزمنو شویو کورنیو ته ووېشل شي. دا مرستې په داسې حال کې رسېږي چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، ګڼ کسان لا هم نادرکه دي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.
د راپورونو له مخې، د جولایۍ په ۲۳مه، رسېدلې په دې مرستندویه محموله کې تر ډېره اوړه او د پخلي غوړي شامل دي، چې د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو شوي دي. ټاکل شوې چې دغه توکي د اړوندو ادارو له لارې پر زیانمنو کورنیو ووېشل شي.
ایران ویلي دي، چې افغانستان د دوي دوست او ګاونډی هېواد دی او د طبیعي پېښو او سختو حالاتو پر مهال به د افغان ولس ترڅنګ ولاړ وي. د ایران له لوري دا بشري مرستې وروسته له هغې ورسېدې چې په نورستان کې سختو سېلابونو کورونه، دوکانونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات ویجاړ کړل او د ژغورنې چارې لا هم په ځینو سیمو کې روانې دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له سلو زیات کسان لا هم نادرکه ګڼل کېږي. چارواکو او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.


شال نیوز