د شانګله پوهنتون چارواکي وايي، په دغه پوهنتون کې د پښتون کلتور د ساتنې او د کلتوري ارزښتونو د پېژندګلوۍ په اړه يو ورځنی سيمينار شوی دی، چې د خيبر پښتونخوا د سخت دريځۍ ضد مرکز په مرسته جوړ شوی و۔
د پوهنتون د معلوماتو تر مخه، په دې سيمينار کې استادانو، زده کوونکو او د پوهنتون کارکوونکو په ګڼ شمېر ګډون کړی و۔
د پوهنتون وائس چانسلر، پروفېسر ډاکټر سردار خان، د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون کړی و او په خپله وينا کې يې ويلي، چې په اوسني وخت کې له خپلو دودونو، ژبو او کلتوري ميراث سره اړيکه ساتل ډېر مهم دي۔
هغه زياته کړه، چې تعليمي ادارې بايد نه يوازې زده کړه ورکړي، بلکې په زده کوونکو کې د خپل کلتور په اړه پوهاوی هم پياوړی کړي۔
نوموړي د رسنيو پر رول هم خبرې وکړې او وې ویل چې رسنۍ بايد د سيمه ييز کلتور په وده کې مثبت رول ولوبوي، او پاليسي جوړونکي دې کلتوري ساتنې ته د ملي پرمختګ د مهمې برخې په توګه لومړيتوب ورکړي۔
په دې سيمينار کې مهم ويناوال، ډاکټر محمد سلام، چې د انتظامي علومو استاد دی، ويلي، چې د دوديزو ارزښتونو ساتنه، د سيمهييزو ژبو بيا راژوندي کول او د کلتوري وياړ پياوړتيا ډېره مهمه ده۔
هغه زياته کړه چې د نويو بدلونونو او کلتوري ريښو ترمنځ توازن ساتل د وخت مهمه اړتيا ده۔
د پوهنتون د چارواکو په وينا، د سيمينار په پای کې وائس چانسلر د ګډونوالو او تنظيموونکو مننه کړې او دا ډول غونډې يې د ټولنې لپاره ګټورې بللې دي.

عرفان حسین علي