واشنګټن : د امریکا د ولسمشر ،ډونلډ ټرمپ، اداره له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي پروګرام په اړه د یوې مهمې هوکړې اعلان ته تیاری نیسي. د راپورونو له مخې، دا تړون به سعودي عربستان ته د برېښنا د تولید لپاره د اټومي انرژۍ پروګرام د پېل او پراختیا زمینه برابره کړي او امریکايي شرکتونه به د اټومي بټیو او اړوندو تاسیساتو په جوړولو کې برخه واخلي.
تمه کېږي چې د دې هوکړې ارزښت به میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي، خو تر عملي کېدو مخکې به یې د امریکا له کانګرس سره مشوره او د قانوني شرایطو بشپړول ضروري وي. که څه هم دا تړون د ملکي او سوله ییز اټومي پروګرام لپاره بلل کېږي، خو د یورانیمو د غني کولو امکان د اټومي وسلو د خپرېدو په اړه اندېښنې هم پیدا کړې دي. غني شوي یورانیم د اټومي برېښنا په بټیو کې د سون توکي په توګه کارېږي، خو که په لوړه کچه غني شي، د اټومي وسلې په جوړولو کې هم کارېدلی شي.
د امریکا لپاره دا هوکړه یوازې یوه سوداګریزه پروژه نه ده، بلکې پراخې ستراتیژیکې موخې هم لري. واشنګټن غواړي د سعودي عربستان اټومي پروګرام د امریکايي ټکنالوژۍ، قوانینو او څارنې لاندې وساتي، څو ریاض د چین یا روسیې له اټومي شرکتونو سره پراخه همکاري پېل نه کړي.
سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې له چین او روسیې سره هم اقتصادي او دفاعي اړیکې پراخې کړې دي. امریکا اندېښنه لري چې که له ریاض سره اټومي همکاري ونه کړي، سعودي ښیي د اټومي بټیو د جوړولو لپاره چین یا روسیې ته مخه کړي. په داسې حالت کې به واشنګټن د سعودي پر اټومي پروګرام لږ نفوذ او محدود څار ولري.
امریکا دا هم غواړي چې له سعودي عربستان سره خپلې پخوانۍ دفاعي او اقتصادي اړیکې وساتي. سعودي د امریکا د وسلو یو له لویو پېرودونکو څخه دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیت، استخباراتو، هوايي دفاع او د سیمي د ثبات په برخو کې پراخه همکاري موجوده ده.
د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ دا ځل د اټومي هوکړې لپاره له سعودي ولی عهد ،محمد بن سلمان، څخه له اسراییل سره د رسمي اړیکو ټینګولو شرط نه دی ایښی. د پخوانیو خبرو پر مهال امریکا هڅه کوله چې اټومي او دفاعي هوکړې د سعودي او اسراییل د اړیکو له عادي کېدو سره وتړي.
سعودي عربستان وايي، د اټومي انرژۍ پروګرام یې د برېښنا د تولید، اقتصادي پرمختګ او د تېلو پر عوایدو د هېواد د انحصار د کمولو لپاره دی. ریاض غواړي د خپل «ویژن ۲۰۳۰» پروګرام له مخې اقتصاد متنوع کړي او د برېښنا لپاره د تېلو او ګازو مصرف راکم کړي. که سعودي د کورني برېښنا د تولید لپاره اټومي انرژي وکاروي، نو کولی شي د خپلو تېلو زیاته برخه نړیوال بازار ته صادره کړي.
سعودي دا هم وايي چې د هېواد په خاوره کې د یورانیمو زیرمې لري او غواړي په راتلونکي کې د اټومي سون توکو د تولید وړتیا هم پیدا کړي. خو د سعودي د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې یوازې د انرژۍ تر موضوع محدودې نه دي. د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان مخکې ویلي وو، چې که ایران اټومي وسله جوړه کړي، سعودي عربستان به هم د ورته وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
د هغه دې څرګندونو د سعودي د اټومي پروګرام په اړه نړیوال حساسیت زیات کړی دی. لوېدیځ هېوادونه او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي ادارې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د سعودي اټومي پروګرام به یوازې د برېښنا د تولید لپاره وي او د وسلو جوړولو ته به نه اوړي.
په دې بحث کې د پاکستان نوم ځکه اخیستل کېږي چې اسلام اباد او ریاض له څو لسیزو راهیسي ژورې دفاعي، پوځي او سیاسي اړیکې لري. پاکستاني پوځیانو په بېلابېلو وختونو کې د سعودي ځواکونو ته روزنه ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي مشورو، ګډو تمرینونو او امنیتي همکارۍ اوږد تاریخ موجود دی.
پاکستان د سعودي عربستان لپاره یو مهم دفاعي ملګری بلل کېږي. سعودي له امریکا څخه پرمختللې وسلې، جنګي الوتکې، توغندي او د هوايي دفاع نظامونه اخلي، خو د پوځیانو د روزنې او ځینو دفاعي اړتیاوو لپاره له پاکستان سره هم نږدې همکاري لري. په بل اړخ کې پاکستان هم له سعودي عربستان سره اقتصادي او مالي اړیکو ته اړتیا لري. سعودي په بېلابېلو وختونو کې پاکستان ته پورونه، د تېلو اسانتیاوې، پانګونه او مالي مرسته ورکړې ده. په سعودي عربستان کې میلیونونه پاکستانیان کار کوي او پاکستان ته په میلیاردونو ډالر استوي.
همدې متقابلې اړتیا د دواړو هېوادونو دفاعي او سیاسي اړیکې پیاوړې ساتلې دي. سعودي د پاکستان له پوځي تجربې او روزنې ګټه اخلي، په داسې حال کې چې پاکستان د سعودي اقتصادي مرستو، پانګونې او د انرژۍ له اسانتیاوو څخه استفاده کوي.
له څو لسیزو راهیسي په لوېدیځو رسنیو او څېړنیزو مرکزونو کې دا اټکلونه کېږي چې ګنې سعودي عربستان د پاکستان له اټومي پروګرام سره مالي مرسته کړې وه او د اړتیا په وخت کې ښیي له اسلام اباد څخه اټومي امنیتي مرسته وغواړي.
خو د دې دعوو په اړه تر اوسه داسې کره او رسمي شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي پاکستان له سعودي سره د اټومي وسلو، غني شویو یورانیمو یا حساس اټومي ټکنالوژۍ د ورکولو کومه هوکړه کړې ده. پاکستان او سعودي عربستان دواړو دا ډول دعړې نه دي منلې.
د امریکا او سعودي د اوسني احتمالي تړون په اړه هم داسې معلومات نشته چې پاکستان دې پکې د اټومي ټکنالوژۍ، یورانیمو یا وسلو برابرولو کوم رول ولري. د موجودو معلوماتو له مخې، دا هوکړه د امریکا او سعودي ترمنځ د ملکي اټومي انرژۍ پر همکارۍ راڅرخي.
پاکستان ښیي له سعودي سره د دودیزې دفاعي همکارۍ، پوځي روزنې، استخباراتي اړیکو او امنیتي مشورو په برخو کې خپل رول جاري وساتي، خو اټومي ټکنالوژي او اټومي وسلې له عادي دفاعي همکارۍ څخه بېخي جلا او ډېره حساسه موضوع ده.
پاکستان د اټومي وسلو لرونکی هېواد دی، خو د اټومي موادو او حساس ټکنالوژۍ پر صادراتو یې سخت قوانین لګېدلي دي. د عبدالقدیر خان د شبکې له افشا کېدو وروسته پاکستان د اټومي ټکنالوژۍ او موادو د غیرقانوني لېږد د مخنیوي لپاره خپل قوانین او څارنه نوره هم سخته کړې ده.
که یو هېواد بل هېواد ته اټومي وسله یا د وسلو جوړولو حساسه ټکنالوژي ورکړي، دا به د نړیوالو قوانینو، د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي هڅو او د سیمي د امنیت لپاره یوه ډېره لویه مسئله وي. داسې یو اقدام به پر پاکستان سخت نړیوال بندیزونه او سیاسي فشارونه راولي. له همدې امله، دا دعوه چې سعودي عربستان به له پاکستان څخه اټومي وسله واخلي، تر اوسه یوازې پر اټکلونو ولاړه ده او رسمي ثبوت نه لري.
د سعودي عربستان دفاعي تګلاره یوازې پر یوه هېواد متکي نه ده. ریاض د پرمختللو وسلو، جنګي الوتکو، توغندیو، رادارونو او هوايي دفاع لپاره تر ډېره پر امریکا تکیه کوي. د پوځي روزنې، بشري ځواک او سیمه ییز امنیت په برخه کې له پاکستان سره هم ژورې اړیکې لري.
سعودي په وروستیو کلونو کې له چین، فرانسې، برېتانیا، ترکیې او نورو هېوادونو سره هم دفاعي اړیکې پراخې کړې دي. د ریاض هڅه دا ده چې خپلې دفاعي اړتیاوې له بېلابېلو هېوادونو پوره کړي او یوازې پر یوه هېواد متکي پاتې نه شي.
خو امریکا لا هم د سعودي تر ټولو مهم دفاعي او امنیتي شریک دی. د سعودي د هوايي ځواک ډېرې پرمختللې الوتکې، د هوايي دفاع نظامونه او وسلې امریکايي دي. د دغو وسلو د ساتنې، پرزو، روزنې او تخنیکي مرستې لپاره سعودي په اوږدمهال کې د امریکا همکارۍ ته اړتیا لري.
پاکستان بیا د سعودي لپاره د اعتماد وړ پوځي شریک ګڼل کېږي، خو د امریکا په څېر پرمختللې وسلې او پراخه ټکنالوژي نه شي برابرولی. پاکستان تر ډېره د پوځیانو د روزنې، امنیتي مشورو او د اړتیا په وخت کې د دفاعي ملاتړ په برخو کې رول لوبولی شي.
د امریکا او سعودي احتمالي اټومي هوکړه ښیي د منځني ختیځ پر امنیت هم ژور اغېز وکړي. ایران به دې تړون ته په شک وګوري، په ځانګړې توګه که سعودي ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شي. اسراییل هم له اوږدې مودې راهیسي په سیمه کې د بل هېواد د اټومي وړتیا د پراخېدو په اړه اندېښنه لري. خو سعودي عربستان ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې یوازې د سولهییزې انرژۍ لپاره دی.
شنونکي وايي، که امریکا سعودي عربستان ته د یورانیمو د غني کولو پراخ حق ورکړي، نو په سیمه کې به نور هېوادونه هم د ورته حق غوښتنه وکړي. دا حالت د منځني ختیځ د اټومي سیالۍ خطر زیاتولی شي. د امریکا لپاره اساسي ستونزه دا ده چې له یوې خوا غواړي سعودي له چین او روسیې لرې وساتي، خو له بلې خوا باید ډاډ ترلاسه کړي چې د سعودي اټومي پروګرام د وسلو د جوړولو پر لور نه ځي.
د سعودي لپاره اټومي هوکړه د انرژۍ، اقتصادي پرمختګ، نړیوال حیثیت او سیمه ییز امنیت برخه ده. ریاض غواړي د امریکا پرمختللې ټکنالوژي او امنیتي ملاتړ ترلاسه کړي، خو په عین وخت کې نه غواړي د خپل اټومي پروګرام ټول واک د واشنګټن په لاس کې ورکړي. پاکستان په دې درې اړخیز انځور کې د سعودي یو مهم دفاعي او سیاسي شریک پاتې کېږي، خو تر اوسه داسې هېڅ کره ثبوت نشته چې د سعودي د ملکي اټومي پروګرام یا احتمالي اټومي وسلو په برخه کې دې کوم مستقیم رول ولري.
په عملي توګه سعودي عربستان د پرمختللې اټومي ټکنالوژۍ او وسلو لپاره پر امریکا، د پوځي روزنې او دودیزې دفاعي همکارۍ لپاره تر یوه حده پر پاکستان، او د اقتصادي او ستراتیژیکو بدیلونو لپاره پر چین او نورو هېوادونو تکیه کوي.
د اوسنیو معلوماتو له مخې، د امریکا او سعودي ترمنځ احتمالي هوکړه د ملکي اټومي انرژۍ تړون دی، نه د اټومي وسلو تړون. د پاکستان نوم د دواړو هېوادونو د تاریخي دفاعي اړیکو له امله په بحثونو کې اخیستل کېږي، خو د سعودي د اټومي پروګرام لپاره د پاکستان د مستقیمې مرستې په اړه کوم رسمي یا کره ثبوت نه شته.


شال نیوز