پېښور/پاراچنار : د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره وايي، چې د ضم شويو قبایلي ضلعو په ګډون د ټولې صوبې په کچه د نجونو د رحم د خولې د سرطان د مخنیوي لپاره د ‘ایچ پي وي’ واکسین کمپاین د پېل چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې دا کمپاین د ۲۰۲۶م کال په نومبر میاشت کې پېل شي او د ۹ څخه تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو نجونو ته به وړیا واکسین ورکول کېږي.

 

د روغتیا چارواکو ،د جولایۍ په ۲۲مه، ویلي دي چې په دې پړاو کې به شاوخوا ۲.۹ میلیونه نجونې تر پوښښ لاندې راوستل شي. په دې کې نږدې ۱.۶ میلیونه ښوونځیو ته تلونکې او ۱.۳ میلیونه له ښوونځي بهر نجونې شاملې دي. د واکسین رسولو لپاره به په ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او لرو پرتو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ډلې کار کوي.

 

د همدې چمتووالي په لړ کې د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د ضلعي کانفرانس په تالار کې یو پوهاویز سیمینار ترسره شو. په غونډه کې د ضلعي انتظامیې، روغتیا، پوهنې او نورو اړوندو ادارو مشرانو ګډون وکړ او د کمپاین د بریالیتوب لپاره یې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د عامه پوهاوي پر پراخولو او د واکسین د خوندي تطبیق پر لارو چارو خبرې وکړې.

 

د ضم شويو قبایلي ضلعو ځانګړې ننګونې د روغتیايي چارواکو په وینا، په ضم شويو قبایلي ضلعو لکه باجوړ، مومند، خیبر، اورکزو، کرمه، شمالي او سویلي وزیرستان کې د غرنیو سیمو، لرې پرتو کلیو، امنیتي محدودیتونو او د ښوونځي څخه د باندې د نجونو د شمېر له امله د کمپاین پلي کول له ځانګړو ننګونو سره مخ دي. له همدې امله به ګرځنده روغتیايي ډلې، د ټولنې مشران، دیني عالمان او ښوونکي د خلکو د پوهاوي او د واکسین د منلو لپاره ګډ کار کوي.

 

روغتیا پوهان وايي، چې د رحم د خولې سرطان د ښځو د سرطانونو له هغو ناروغیو څخه دی چې د ‘ایچ پي وي’ واکسین له لارې یې په لویه کچه مخنیوی کېدی شي. پاکستان په ۲۰۲۵م کال کې د دې واکسین لومړی پړاو په پنجاب، سند، اسلام ‌اباد او ازاد کشمیر کې پېل کړی و، او اوس به یې دویم پړاو خیبر پښتونخوا ته وغځول شي.

 

چارواکي له والدینو غوښتنه کوي چې د واکسین په اړه پر ناسمو اوازو باور ونه کړي او د خپلو لوڼو د واکسین کولو لپاره له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي، څو په ځانګړي ډول د ضم شويو قبایلي ضلعو نجونې هم د دې مخنیوي وړ ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.