د پاکستان د مخابراتو ادارې، پي ټي اې، تازه معلومات ښيي چې د جاز، زونګ، یوفون او ټیلینور د ځینو موبایل او انټرنېټ پیکجونو بیې د تېر کال په پرتله تر ۳۳ سلنې پورې لوړې شوې دي.

 

پي ټي اې د هېواد د څلورو لویو موبایل شبکو د ۱۵ مشهورو ګډو کال او ډاټا پیکجونو او یوازې انټرنېټ پیکجونو تازه بیې پر خپلې وېبپاڼې خپرې کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ځینو میاشتنیو پیکجونو بیې تر ۵۰۰ روپیو، د ۱۵ ورځنیو پیکجونو تر ۳۰۰ روپیو او د اونیزو پیکجونو بیې تر ۱۳۰ روپیو پورې لوړې شوې دي.

دغه راز د ځینو درې ورځنیو پیکجونو بیې تر ۲۱ روپیو، د دوو ورځنیو تر ۲۰ روپیو او د یوې ورځې پیکجونو بیې تر پنځو روپیو پورې زیاتې شوې دي.

 

پي ټي اې ویلي، په تازه جدولونو کې د هر پیکج اوسنۍ بیه، د درې میاشتو د بیو بدلون، کلنی سلنه‌وار زیاتوالی، د پیکج موده او د شبکو له لوري وړاندې کېدونکي امتیازات شامل دي.

 

ادارې ویلي، د دې معلوماتو د خپرولو موخه دا ده چې موبایل کاروونکي د بېلابېلو شبکو پیکجونه او بیې سره پرتله او د خپلې اړتیا له مخې مناسب پیکج وټاکي.

خو دا ادعا سمه نه ده چې ګواکې پي ټي اې د چهارشنبې په ورځ د ټولو موبایل پیکجونو په بیو کې د ۳۳ سلنه عمومي زیاتوالي نوې منظوري ورکړې ده.

 

رسمي معلومات یوازې دا ښيي چې د بېلابېلو شرکتونو د ځینو پیکجونو بیې د یوه کال په موده کې په بېلابېلو وختونو کې لوړې شوې او په ځینو مواردو کې دغه زیاتوالی تر ۳۳ سلنې رسېدلی دی.

 

د پاکستان د مخابراتو ادارې د مارچ په میاشت کې مخابراتي شرکتونه د موبایل پیکجونو له پرله‌پسې میاشتني ګرانولو منع کړي وو او ویلي یې وو چې د تعرفو بدلون به د ټاکلې بیاکتنې او مقرراتو له مخې کېږي.