د افغانستان د ټاپي (ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند) د ګازو نللیکې د پروژې د رغونې چارې د هرات ولایت په مربوطاتو کې په چټکۍ سره روانې دي او چارواکي وايي، د پروژې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

 

د پروژې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له ډلې تر اوسه ۱۲۷ کیلومتره مسیر چمتو شوی، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې، د ۱۰۸ کیلومتره څارنیز سړک جوړ شوی، ۷۸ کیلومتره مسیر کیندل شوی او ۳۶ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومتره نللیکې لېږد هم بشپړ شوی دی.

 

چارواکي وايي، د هرات ښار لپاره د طبیعي ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان خصوصي شرکتونو سره خبرې روانې دي. د دوی په وینا، یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی، چې له مخې به یې نږدې ۳ زره کسانو ته مستقیم او شاوخوا ۷۰ زره نورو ته غیر مستقیم د کار فرصتونه برابر شي.

 

د پروژې د مسؤلینو په وینا، دا مهال په ټاپي پروژه کې ۵۹۵ افغانان په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي، چې د هغوی ډېری برخه د پروژې د امنیت د تأمین مسؤلیت پر غاړه لري.

 

چارواکي زیاتوي، د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به هرات د افغانستان په یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. د دوی په خبره، د طبیعي ګازو په رسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د صنعت او سوداګرۍ لپاره به د انرژۍ نوي فرصتونه رامنځته شي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.