واشنګټن : د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي دي، چې متحده ایالاتو په افغانستان او عراق کې د جګړو پر مهال هڅه وکړه چې د دغو هېوادونو ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې له سره جوړې کړي، خو د هغه په وینا، دغه تګلاره ناکامه شوه او د زرګونو کسانو د وژل کېدو لامل وګرځېده.
هګسټ دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۱مه، د امریکا د سنا د بودیجې د تخصیص کمېټۍ غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. نوموړي وویل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روښانه کړې چې امریکا به نور په داسې جګړو کې نه ښکېلېږي چې هدف یې د نورو هېوادونو د سیاسي نظامونو او ټولنو بدلول وي.
هغه زیاته کړه، چې همدې تجربې ته په کتو امریکا د ایران په اړه د «ملت جوړونې» هڅه ونه کړه، بلکې یوازې یې پر دې تمرکز کړی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. د امریکا دفاع وزیر وویل، چې که افراطي اسلامپال اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، نو ښیي هغه د متحده ایالاتو پر ضد وکاروي.
هګسټ تر دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکا پر شل کلنې تګلارې نیوکه کړې وه. هغه د سي بي ایس له «۶۰ دقیقې» خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان د ډیموکراسۍ د جوړولو پروژه له پېله د ناکامۍ له خطر سره مخ وه.
د هغه په وینا: «موږ داسې انګېرله چې افغانستان به ونیسو او د لوېدیځ په سبک د پوځ او دولتي بنسټونو په جوړولو سره به یې په یوه جفرسوني ډیموکراسۍ بدل کړو، خو دا تصور له واقعیتونو سره سمون نه درلود.»
هګسټ د دغو څرګندونو له لارې یو ځل بیا د امریکا د پخوانۍ بهرنۍ تګلارې پر ځای د «امریکا لومړی» پر تګلارې ټینګار کړی دی.


شال نیوز