ځاځي مېدان : د افغانستان د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمېر قامي مشرانو او مخورو د سرحدونو، قامونو او قبایلو چارو له وزیر، ملا نورالله نوري، سره په لیدنه کې د سیمي د سړکونو خراب وضعیت، د پلچکونو نشتوالی، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د مخابراتي شبکو نشتوالی د خلکو مهمې ستونزې وبللې.

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه ،د جولایۍ په ۲۲مه، د وزیر په کاري دفتر کې ترسره شوه. د خبرپاڼې له مخې، قامي مشرانو د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو د کړنو او چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې د یادو بنسټیزو ستونزو له امله د سیمي اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

په دې ناسته کې ملا نورالله نوري وویل چې د افغانستان ډېرې لرې پرتې سیمي لا هم له اساسي خدمتونو بې برخې دي او د دغو ستونزو حل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی. هغه د اطرافي سیمو د خلکو قربانۍ وستایلې او زیاته یې کړه چې د دغو سیمو خلکو د اوسني نظام د رامنځته کېدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

 

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي قامي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د حل لپاره به د خپلې وسې تر بریده هڅې وکړي او د اړوندو ادارو پام به ورته راواړوي.