په ملاکنډ ډویژن کې د نويو ټیکسونو پر ضد احتجاجي هړتال دوام لري او په بر دیر، سوات، باجوړ او نورو سیمو کې لوی بازارونه تړل شوي دي. سوداګر وایي، د ملاکنډ ځانګړی آئیني او مالیاتي حیثیت باید خوندي وساتل شي او د دوی له سلا پرته د نويو ټیکسونو لګول د منلو وړ نه دي. احتجاج کوونکي خبرداری ورکوي، که حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو احتجاج به نور هم پراخ او راتلونکي ګامونه به اعلان کړي.


خالده نیاز