د بر دیر د دسلور کلي په شین میدان کې د فوټبال یو میاشتنی ټورنمنټ پیل شوی چې پکې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي. لوبغاړي او تنظیموونکي وایي، دا ډول سیالۍ د ځوانانو وړتیاوې رابرسېره کوي، د ورورولۍ فضا پیاوړې کوي او د فوټبال ودې ته لاره هواروي. د ټورنمنټ پرانیسته کې د یمن مېلمه علي صالح هم ګډون کړی او د پاکستان د ځوانو فوټبالرانو وړتیا یې ستایلې ده.


جاوید ملنګ