د چارواکو له خوا د جاري شوي رسمي نوټيفيکېشن له مخې، نن د اپرېل په ۲۱مه نېټه پر بنوں - ميرام شاه سړک د امنيتي تدابيرو له امله د تګ راتګ محدوديتونه لګېدلي دي.

 

چارواکي وايي، دا اقدامات د امن د ټينګښت او د هر ډول ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره شوي دي، او په سيمه کې امنيتي څارنه نوره هم پياوړې شوې ده۔

 

په همدې حال کې، د بنوں سب ډويژن وزير، په خولبۍ خړه غوړه سيمه کې د يو مبينه کواډ کاپټر د بريد راپورونه ورکړل شوي دي، چې د چاودنې زورور غږ تر لرې سيمو پورې اورېدلی شوی دی۔

 

ځايي سرچينې وايي، دا کارروایي ښیي د امنيتي ځواکونو له لوري شوې وي او په مبينه توګه وسلوال پکې په نښه شوي دي، خو تر دې دمه ،د یوې غاړې هم، د مرګ ژوبلې په اړه کوم رسمي تاييد نه دی شوی۔

 

د پېښې وروسته په سيمه کې وېره خپره شوې ده او خلک خپلو کورونو ته محدود شوي دي، په داسې حال کې چې چارواکي وايي د حالاتو څارنه روانه ده او نور معلومات به وروسته شريک شي۔

 

په بنوں او شاوخوا سيمو کې په دې وروستيو کې د امنيتي پېښو زياتوالی ليدل شوی دی، چې له امله يې خلک د حالاتو په اړه اندېښمن دي او د دوامداره امن غوښتنه کوي.

 

په دې لړ کې پرون ،په ۲۰م اپرېل، د امن لپاره، په بنو ښار کې بشپړه هړتال او لوي اختجاجي پرلت شوی و، چې وروسته د انتظاميې سره د مذاکراتو نه پس ختم شو.